د لاسرسي ځای

تازه خبر

دعوت اسلامي د سیاسي ګوندونو ملي غونډه رابولي


د دعوت اسلامي ګوند د مشرتابه یو غړي وایي، چې ګوند به یې په نږدې راتلونکې کې په افغانستان کې د ټولو مطرحم سیاسي قوتونو او ملي شخصیتونو یوه ملي غونډه راوبولي.


د دغه ګوند د ولسي جرګې استازي محمد داوود کلکاني وویل، چې په دې ملي اجماع کې به د راتلونکو رڼو او ډیموکراټیکو ټاکنو د ترسره کیدو، یادو ټاکنو ته د مشخصو کاندیدانو د وړاندې کولو او د هر ډول نفاق اچونو د مخنیوي پر سر بحث او موافقې وشي.

((استاد سیاف د ملي یووالي د ټینګښت او منځته راتلو له پاره او د هغو ستونزو د حل له پاره چې د افغانستان په مخکې موجود دي، یوه ملي اجماع چې په هغه کې یو شمیر هغه کسان چې د افغانستان په کچه مطرح دي، د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنې په ګډون رابولي،چې د ټاکنو پروسې ته په سالم ډول ورشو، ټاکنې په شفاف ډول ترسره شي او د ټاکنو په بهیر کې قومي، ژبني او سمتي مسائیلو ته لمن ونه وهل شي، ټاکنې په ډیموکراټیک او رښتیني ډول ترسره شي، ترڅو له یوې خوا د کاندیدانو د تعداد او زیاتېدو مخه ونیول شي او بل لوري ته یوه ملي اجماع او یو ملي توافق هم رامنځته شي.))

کلکاني د اجماع د ګډونوالو په تړاو وویل:

((له ټولو اړخونو، جهادي شخصیتونو، ګوندونو، متنفذو او مخورو شخصیتونو سره خبرې شوي او د ګډون ژمنه يې کړې ده، دا چې بیا به ووینو څوک ګډون کوي او څوک يې نه کوي دا وروسته خبره ده.))

د یادونې وړ ده یوه میاشت وړاندې د ملي ایتلاف یو شمیر سرچینو رسنیو ته په ډاګه کړې وه، چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې، چې ټاکل شوې.

د راتلونکې لمریز کال د وري په ۱۶ مه به تر سره شي، پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف به د دوی ګډ نوماند وي.
XS
SM
MD
LG