د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتيا کې ځانمرګی بريدګر ونيول شو



د پکتيا امنيتي چارواکي خبر ورکوي چې وړمه ورځ يې په دې ولايت کې يو ځانمرګی بريدګر نيولی .


د پکتیا امنيه قومندان مل پاسوال زلمی اورياخېل وايي، چې دغه ځانمرګی بريدګر يې چارشنبې په ورځ د پکتيا او لوګر ترمنځ د غځېدلې لويې لارې پر سر هغه مهال نيولی چې په يو شخصي موټر کې سپور او ګردېز خواته روان وو.

نوموړی وايي، له پخوا څخه يې معلومات لرل چې د حقاني ډلې يو کس د ګلاجان په نوم چې د لوګر ولايت د بابوس اوسېدونکی دی له دې لارې خپل کور ته د خدای پاماني په موخه ځي.

د ده په خبره دغه کس له دې لارې تېر شوی او خپل کور ته تللی بېرته راګرځېدلی او غوښتل يې خپل ځای او ملګرو ته ورشي څو پورې هغه موټر بم چې د ده له پاره تيار شوی چېرته داخل او چاودنه ورکړي.

اورياخېل وايي دغه ۲۳ کلن ګلاجان چې د حقاني نېټورک له خوا په مېرامشاه کې درې مياشتې ټرېنېنګ شوی او د ځانمرګي بريد کېدو له پاره يې چمتو کړی وو د دوی د پوليسو د ګزمې له لوري نيول شوی دی.

ځانمرګي بريدګر چې نن يې په پکتيا کې د ژورنالېستانو مخ ته درولی وو، وويل چې له ده سره په دغه روزنيز مرکز کې نور ۱۵ تنه هم وو، چې هغه هم د ځانمرګو بريدونو له پاره چمتو کېدل.

ده په دې اعتراف کاوه چې په بهرنيو ځواکونو يې د ځانمرګي بريد پلان درلود او دا يې هم ويل چې دوی ته د ټرېنېنګ پر مهال چې د سپکو او درنو وسلو وېشتلو چل ورښودل کېدو، ترڅنګ يې دوی ته د جنت وېډوګانې ورښودل شوې دي، چې دی يې ډېر متاثره کړی.

دا ځانمرګی بريدګر په داسې حال کې نيول کيږي چې څو ورځې وړاندې يو بل کس چې د جانخېلو ولسوالۍ کې يې غوښتل ماينونه ځای پر ځای کړي د پوليسو له خوا نيول شوی وو، خو ځينې پوليس چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي وايي چې نيول شوي کسان د قضايي ادارو او څارنواليو له خوا د پيسو په مقابل کې پرېښودل کيږي.
XS
SM
MD
LG