د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترهګرو ته د ولس په مرسته ماتي ورکوو، نواز شریف



د پاکستان وزيراعظم نواز شريف وايي، چې ترهګرو ته به د ولس په مرسته ماتې ورکوي او ولس د حوصلي، د يووالې او د بهادری مظاهره کوي.


په اسلام اباد کې د پاکستان د ازادي اووه شپتمې کليزي په مناسبت مرکزي دستوری ته په پخپله وينا کې نواز شريف وويل:

((ما ته د ترهګرې له وجې په ولس کې موجود د نارامې احساس دي بلکې مالال دي. قام ته هم د دي خبري احساس دي چې د قامونو په ژوند کې داسې قسمه امتحانونه راځي او قامونه په داسې حالاتو کې خپلې حوصلي نه بيلي، زموږ به انشا الله خپلي حوصلي اوچتي ساتو او ترهګرو ته به ماتې ورکوو. او موږ د دي صلاحيت هم لرو. ))

بلخوا د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري د دغه هيواد د آزادۍ د ۶۷مي کليزي په خوشالي کې د دغه هيواد په جیلونو کې په معمولي جرمونو کی بند د قيدایانو په سزا کې پرون د سې شنبې په ورځ د کمښت اعلان کړي دي.

د دی تر څنګ ولسمشر د روایاتو مطابق د دغه هيواد په بيلا بيلو شعبو کې ماهرانو ته یې د اعزازاتو ورکولو اعلان هم کړي دي .

د پښتو موسيقي لپاره د خدمت په صله کې د پيښور سره تعلق لرونکی موسیقار استاذ نذير ګل ته تمغه حسن کارکردګي ، وژل شوی خبريال ولي خان بابر ته تمغه حسن کارکردګي، ملاي یوسفزي ته ستار جرات ، او د خيبر بښتونخوا يو شمير وژل شوي پولیس افسرانو او سباهيانو ته هم د تمغو ورکولو اعلان کړي دي ،
XS
SM
MD
LG