د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان اسمبلۍ د یوه غړي مړی وموندل شو


د بلوچستان په تربت بلېده سیمه کې د بلوچستان اسمبلۍ غړ ی میرعظیم جان بلېدي په خپل کور کې مړ ترلاسه شوی دی.


د مکران تربت ډویژن کمیشنر مشال راډیو ته وویل چې نوموړي خپل ځان پخپله وژلی دی، خو تر دې دمه یې د ځان وژنې په اړه هیڅ وجوهات او نور مالومات نه دې ترلاسه شوي.

د مکران ډویژن کمشنرعبدالفتاح بهنګر مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وویل چې د پېښې په اړه پاخه مالومات د تېرې سه شنبې یا منګل په ورځ ناوخته رارسېدلي.

له تربته شاوخوا ۴۰ یا ۵۰ کیلو میتره لیرې د بلېده په سیمه کې پېښه رامېنځ ته شوې چرته چې میرعظیم جان بلېدي په خپل کور کې د شپې د معمول په شان ویده شوی وو، خو د سه شنبې په سهار یې له خوبه راپاسېدو کې خورا وخت اخیستلو ته په کتلو سره کورنۍ یې اندېشمنه شوه او ور یې په بیا بیا ور وټکولی، خو ده خلاس نه کړی.

وروسته چې هغوي ور مات کړ نو ورته څرګنده شوه چې نوموړي په تمانچې خپل ځان پخپله وژلی دی.

دا چې د دې مړینې ترشا خو به څه قبایلي او سیاسي اړخ موجود نه وي؟ د مکران ډویژن کمیشنر د پوښتنې په ځواب کې وویل

“نه داسې ده دا ځان وژنه ده. هیڅ قبایلي یا سیاسي لاملونه امکان نه لري او نه حالات داسې امکانات ښایي، د هغه مړی په خپل کور کې دننه ترلاسه شوی او هغه هم داسې حال کې چې تمانچه څنګ کې پرته او ور ورپسې تړلی!د دې ترڅنګ زموږ خپلې لومړنۍ پلټنې هم دغه ثابتوي او د نوموړي د کورنۍ ټول غړي هم دغه خبره کوي، چې هغوي ځان پخپله وژلی دی٬٬

د مکران ډویژن کمیشنر عبدالفتاح بنګر په خبره پلټنې روانې دې، خو تر دې دمه لا هم د میر عظیم جان بلېدي د ځان وژنې لاملونه او وجوهات نه دې مالوم شوي

یاده دې وي میر عظیم جان بلېدي شاو خوا ۳۰ کالن وو او دی په اوسني تېرو پارلیماني ټول ټاکنو کې د تُربت کېچ له سیمې د بلوچستان اسمبلۍ غړی ټاکل شوی وو. د ده سیاسي تعلق له واکمن نېشنل پارټۍ سره وو.
XS
SM
MD
LG