د لاسرسي ځای

تازه خبر

په حصارک ولسولۍ کې لا هم وسله وال فعالیت کوي



څه باندې شل ورځې وړاندې افغان ځواکونو د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پرضد د عملیاتو د پيل خبر ورکړی و،چې د چارواکو په خبره اوس هم روان دي.


د ننګرهار د ولایت ویاند احمد ضيا عبد الزي مشال راډيو ته وویل،چې د دې عملیاتو په پایله کې تر اوسه ټول لس تنه وسله وال وژل شوي او د ولسوالۍ دوه مرکزي ساحې ناور تنګی او سره قلعه له وسله والو پاکې شوي:

" د اسد د میاشتې له لومړی نيټې نه په حصارک ولسوالۍ کې د افغان ګډوځواکونو،عمليات پیل شوي،چې مشري يې د ملي اردو په غاړه ده، په مجموع کې په دغو عملیاتو کې لس تنه وسله وال وژل شوي او د څوارلس تنو په شاوخوا کې زخمیان شوي او یو شمېر وسلې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي او کومې سیمې،چې موږ ته معلومې دي، هغه د ناور او سرې قلعه سیمې دي، چې له وسله والو پاکې شوي"

په داسې حال کې، چې تېره اونۍ د ملي دفاع وزارت ویاند ظاهر عظیمې مشال راډیو ته ویلي و، چې ځواکونو يې د حصارک ولسوالۍ تر بشپړ کنټرول لاندې راوستې او ګڼ شمېر وسله والو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

عظیمي دا هم ویلي و، چې دوی د عملیاتو دویمه مرحله بشپړه کړې او اوس دریمه مرحله،چې په کې سیمه له ماینونو او ځينو نورو عناصرو پاکیږي، پیل شوې ده.

خو د حصارک اوسیدونکي بیا د ظاهر عظیمې څرګندونې په کلکه رد کړې او وویل، چې له کله نه امنيتي قوتونه د عملیاتو په موخه دې ولسوالۍ ته تللي، یوازې د باور تنګي په نامه سيمه يې نیولي،ولې نور هیڅ پرمختګ يې نه دی کړی:

"ملک سرمست: د اسد د میاشتي په اول تاریخ دا قوتونه حصارک ته راغلل،نن نه پوهیږم،چې یوشتم دی که دوه ویشتم خو تر نن تاریخ پورې دوی یو څپک پرمختګ نه دی کړی.

جان محمد: وروره د دفاع وزارت هغه خبرې بيخي له حقیقته لرې وې، چې وايي د حصارک ولسوالۍ له وسله والو پاکه شوې، دلته په هماغه ډول طالبان دي او کومه قووه،چې راغلې هغه په ولسوالۍ کې پرته ده، له ډاره وتلی نه شي.

زرعلي: دا چاروکې زموږ په سترګو کې خاورې دوړی، دلته هماغه ډول امنيتي مشکلات دي امنيتي ځواکونه هم هوايي ډزې کوي او هغوی هم کوي په منځ بې ګناه خلک وژل کیږي پرون د دوشنبې په ورځ هم په ناور تنګي کې، یوه ښځه او درې سړي مړه او ژوبل شوي و"

دارنګه د حصارک ولسوالۍ قومي مخور ملک سرمست مشال راډیو ته وویل،چې په دې ولسوالۍ کې د امنيه قومندان،ملي امنیت او ولسوال پرته نور د بل هیڅ برخې مامور هلته نشته،چې د سیمې اوسیدونکو ستونزې آوارې کړي:

"د حصارک په ولسوالۍ کې د ملي امنیت،قومندان او ولسوال پرته بل هیڅ دولتي مامور نشته، دلته قضا نشته، دلته څارنوالي نشته دلته د تذکرو او نور مدیریتونه نشته، نو د خلکو ستونزې به څه حل شي"

د ولایت ویاند احمد ضيا عبدالزي بیا وايي،چې مامورینو خپل کار پيل کړی، ولې ځینې مامورین،چې لا تر اوسه نه دي ورغلي هغوی به هم په نیږدې وخت کې د خپلې دندې د ترسره کېدو په موخه ورشي:

"د حصاکر ولسوالۍ د مامورینو په اړه موږ معلومات تر لاسه کړل،ځينې دولتي مامورین ولسوالۍ ته ورغلي او کار يي شروع کړی او ځينې نور به هم ورشي"

د حصارک ولسوالۍ امنيتي وضعیت ته د مرکزي چارواکو هغه مهال پام واووښت،چې د دې ولسوالۍ پخواني ولسوال مشال راډیو سره په مرکه کې د ولسوالۍ په اړه حقایق ښکاره کړه، چې هماغه مهال د ملي ارادو په مشرۍ امنيتي قوتونه په یادې ولسوالۍ کې عملیات پيل کړل، چې د دفاع وزارت د چارواکو په خبره دغه ولسوالۍ يې په بشپړه توګه تر کنټرول لاندې راوستی، خو د سیمې اوسیدونکي بیا وايي،چې اوس هم د ولسوالۍ له نیمايي زیاتې سیمې له وسله والو سره دي.

راپورټ شاه محمود شینواری
XS
SM
MD
LG