د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله والو په غزني کې اووه کارګران وژلي


چارواکي وايي، طالب وسله والو په غزني کې د کابل کندهار پر لويه لاره اووه تنه له موټرو کښته کړي او بيا يې وژلي دي، دوی وايي، وژل شوي کسان مزدوران دي.


د غزني سيمه ييز چارواکي وايي، طالب وسله والو دغه اووه تنه په تېرو څو ورځو کې د کابل کندهار پر لويه لاره د مقر ولسوالۍ په لړمه سيمه کې له موټرو کښته کړي او پرون د دوشنبې په ورځ يې ټول وژلي دي.

دوی وايي، د وژلو شويو کسانو جسدونه د مقر د بهاالحق صاحب له زيارت سره موندل شوي، چې وروسته بيا پوليسو د ولسوالۍ مرکز ته را لېږدولي دي.

د مقر ولسوال صاحب خان وايي، په لومړنيو پلټنو کې مالومه شوې ده، چې وژل شوي کسان ټول مزدوران او کارګر خلک دي.

دی وايي، په تېره څه موده کې د مقر په لړمه سيمه او ګيلان ولسوالۍ کې طالب وسله وال سړک ته را خېږي او خلک له موټرو کښته کوي.

"د روژې له پنځه ويشتمې او شپږ ويشتمې را په دې خوا، طالبان سړک ته راخېږي او خلک له موټرو څخه کښته کوي. دغه کسان يې هم مخکې له سړکه کښته کړي وو او پرون يې جسدونه د بهاوالحق صاحب له زيارت سره موندل شوي وو، چې وروسته بيا پوليسو مرکز ته راوړل. وژل شوي کسان د غزني نه، بلکې د نورو ولايتونو اوسېدونکي دي."

دی وژل شوي کسان د زابل، کندهار او هلمند ولايتونو اوسېدونکي بولي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دوه ورځې وړاندې هم د مقر په لړمه سيمه کې د طالبانو او پوليسو تر منځ نښته هم شوې وه، چې پکې څلور تنه طالبان وژل شوي او يو يې ژوندی نيول شوی وو، خو طالبانو پوليس ته ور اوښتې مرګ ژوبله د دوی دوه برابره بلله.
XS
SM
MD
LG