د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د امن په خاطر له پاکستان سره ورورګلوي غواړو"


د کونړ والي شجاع الملک جلاله
د کونړ والي شجاع الملک جلاله

هڅه به کوو چې له پاکستان سره د وروۍ فضا قايمه کړو.هغوی به قناع کوو چې د کونړ خاوره به یې پر ضد نه استعماليږي. پاکستان به هم راکټي بریدونه بندوي

د کونړ ولايت چې د افغانستان شمال ختيز ته له پاکستان سره اوږده پوله لري او اکثره وخت ترې د بد امنيو خبرونه راځي، خو اوس د کونړ ولايت لپاره نوی ټاکل شوی والي شجاع الملک جلاله ، هيله لري چې د وسله والو طالبانو او د پاکستان له حکومت سره د تفاهم له لارې، د دغه ولايت امنيتي وضعيت ښه کړي.


په جلال اباد کې د مشال راډيو خبريال بازمحمد عابد د کونړ له والي سره په همدې اړه يوه مرکه کړې او په سر کې يې ترې پوښتلي چې په خپلو کارونو کې به کومو اهدافو ته لومړيتوب ورکوي؟

والي: اصل اهداف مو دا دي چې په کونړ کې بې امنيتي ډيره ده. موږ به له وسې سره کوشش وکړو چې امن راولو او دا باقيمانده ژوند زموږ د کونړيانو ورونو په ارامۍ او د ورولۍ په فضا کې سره تېر کړو.

مشال راډيو: تاسو د امن خبره وکړه! دغه امن به څنګه راځي، د دې لپاره مو تدابير نيولي؟

والي: د امن لپاره زموږ پروګرامو داسې دي، چې چون موږ له پاکستان سره اوږد سرحد لرو. ها خوا او ديخوا يو قومونه پراته دي، لکه د بريکوټ نه نيولي کوهستاني، ګوجر، مشواڼي، سالارزي، مومند، ماموند، ساپي دا ټول قومونه دا ټول هغه قومونه دي چې له سرحد نه هاخوا او ديخوا پراته دي. موږ به پوره هڅه کوو چې د دغو قومونو تر منځه د وروګلوۍ يوه فضا راپيدا کړو. دغه بد بيني او شک او شعبه چې د پاکستان او افغانستان تر منځ راپيدا شوې، موږ به تر وسه کوشش وکړو چې هر قسم چې وي، له پاکستان سره موږ د وروۍ فضا قايمه کړو او هغه به داسې وشي چې موږ به هغوی ته قناعت ورکوو چې انشا الله تعالی چې زه دلته والي يم د کونړ خاوره به د پاکستان په خلاف نه استعماليږي. خو له هغو هم دا توقع لرو چې دغه مزايل چې دوی يې په شيګل، دانګام او يا نورو ځايونو را ارتوي، دا بايد چې بند کړي او له موږ سره د ورورۍ فضا برابره کړي. که خدای ناخواسته زموږ د ورورۍ دې پيغام ته مثبت ځواب رانه کړي، بيا به له هغې وروسته موږ خپل پروګرامونه ګورو. ليکن د طالبانو سره زموږ روابط ښه دي، خارج نه کوم طالبان راغلي، موږ کوشش کوو چې د کونړ طالبان د هغوی له تسلط نه خلاص کړو. يو ځل چې د کونړ طالبان د خارجي طالبانو له تسلط نه خلاص شوو. نو انشاالله د کونړ د طالبانو او زموږ تر منځ به هيڅ مشکل نه وي. اوس هغه خارجي قواوې چې هغوی به پرې انتقاد کولو، هغه له کونړ څخه وتلي دي. نو هغوو ته به کوم دليل پيدا نه شي نو مخالفت ته دوام ورکړي.

مشال راډيو: تاسو د خارجي طالبانو خبره وکړه، پاکستاني چارواکي دا دعوه لري چې مولانا فضل الله او د هغه ملګري په کونړ کې ديره دي، دا خبره څومره حقيقت لري؟

والي: زه د دې کونړ سړی يم، ما ته خو اوسه پورې دا پته نه شته چې مولانا فضل الله دې دلته وي. نو که چيرته په هغو ځايونو کې چې د ډيورنډ خط ته نيږدې دي نو د هغې موږ ته پته نه شته. خو هر څوک چې وي، که مولانا فضل الله وي، که احمد وي او که محمود وي، که چيرته دلته وي هم، نو هغوی له دلته موږ سره د يوه مهاجر په صفت ژوند کوي، هغوی ته به دومره وخت ورنه کړی شي چې يا زموږ په داخلي چارو کې ګوتې ووهي او يا هم د پاکستان په خلاف د دې ځايه څه کار وکړي، د دې مخنيوی به موږ کوو او هڅه به کوو چې د دوی په وجه موږ ته مشکل جوړ نه شي.

مشال راډيو: له پخوا نه دغه انديښنې موجودې دي چې ځينې ولسوالۍ د سقوط په حال کې دي، مثلاٌ ويل کيږي د چپې درې ولسوالي له څه مودې راهيسې د طالبانو په محاصره کې ده. په دغه ولسوالۍ کې د عملياتو څه تدابير تاسو نيولي دي؟

والي: زموږ اولني کوشش دا دی چې طالبانو ته د خبرو لپاره ولسي خلک وروليږو. ځکه په چپه دره کې چې څوک دي، او په غره کې چې څوک دي، ټول يو قوم دی، يو ورورنه دي يو مسلمانان دي. چې د تفاهم له لارې نه وشي که ونه شي، د نورستان لاره هم بنده ده، چپه دره کې هم مشکلات دي، خو د سقوط حالات په چپه دره او يا دانګام کې نه ليدل کيږي، خو تر حملو لاندې دي. که ونه شو نو بيا موږ د دې لپاره دا تدابير لرو چې هلته امنيتي ځواکونه زيات کړو.
XS
SM
MD
LG