د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: څلور بلوڅ بېلتونپالي ووژل شول


په بلوچستان کې په دوو جلا جلا پېښو کې خوا, شا شپږ کسان وژل شوي دي.لوموړۍ پېښه په بولان سیمه کې د امنیتي سرتېرو له اړخه د عملیاتو په طرڅ کې ۴ بلوڅ وسله وال وژل شوي دي او دغه شان له تېرو څو ورځو روان عملیاتو کې تر دې دمه د وژل شویو وسله والو شمېره تر ۱۰ پورې رسېدلې ده.


بلخوا تېره شپه ناوخته په کوټه کې د سریاب سړک په اریګېشن محله کې د شوې چاودنې په ترڅ کې دوه کسان وژل شوي او یو ټپي شوی دی. د وژل شویو کسانو پېږندګلونه نه ده شوې او نه هم تر دې دمه د چاودنې ذمه وارې کومې ډلې منلې ده

د ضلع بولان ډپټي کمشنر،عبدالوحید شاه مشال رېډیو ته د لومړۍ پېښې په اړه ووېل چې د تېرې دوشنبې پر ورځ ناوخته په مچ سیمه کې د عملیاتو په نتیجه کې څلور تنه وسله وال وژل شوي دي. هغه زیاته کړه:

"په عملیاتو کې مو درنه وسله نیولې ده او له وسله والو سره د ډزو سخته تبادله شوېده.زموږ یوازې یو سرتېرې په داسې حال کې په ډزو لګېدلی چې د ژغورلو ځانګړی جېکټ (بُلټ پروف جېکټ) یې په غاړه وو،ځکه امنیتي ځواکونو ته هیڅ قیسمه تاوان نه دی رسېدلی،خو د ډزو په تبادله کې مو څلور وسله وال وژل شويدي"

د بولان ضلعې ډپټي کمشنر په خبره،وژل شوي کسان بلوڅ وسله وال دي او د ده په وېنا، دلته امنیتي ځواکونو عملیات له هغه وروسته پېل کړل، کله چې د روانې اګسټ میاشتې پر شپږمه نېټه په مچ سیمه کې له پنجاب صوبې سره تعلق لروونکي ۱۳ مساپران وژل شوي وو او د هغې پېښې پړه بلوڅ وسله والې ډلې،بي-اېل-اې منلې وه.

بلخوا ته د تېرې دوشنبې په شپه ناوخته د کوټې د سریاب د ایریګېشن محله کې د یوې بمې چاودنې په ترڅ کې درې کسانو ته مرګ،ژوبله اوښتې ده.
XS
SM
MD
LG