د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ژوبڼ ممتاز ښاپیرۍ


ممتاز ښاپیرۍ که یوې خوا ته خلکو ته د ساعت تیرۍ موقعې په لاس ورکوي نو بلې خوا دغه ښاپيرۍ د کراچۍ په چړیاګر کې د لسګونو کلونو تاریخ هم لري.

کراچۍ: ممتاز ښاپيرۍ یا ممتاز محل د کراچۍ په ژوبڼ (چړیاګر) کې د هغه ځای نوم دی، چې په اخترونو کې د ډېری سېلګرو د پام مرکز وي.


ممتاز ښاپیرۍ چې په ظاهره یې سر د یوې ښایسته پیغلې دی او پاتې نور بدن یې د ګیدړ دی، له تیرو لسګونو کلونو راهسې د کراچۍ ژوبڼ (چړیاګر) کې د سیلګرو د خوشالۍ سبب ګرځي.

ممتاز ښاپیرۍ چې سترګې یې تل په کجلو تورې وي او شونډې یې په رنګ سرې کړي وي وایي، په یو شمیر ژبو پوهېږي خو هغه زیاتره په دوه ژبو پښتو او اردو کې له خپلو مینه والو سره خبرې کوي . هغه د خپل وجود اندامونه خپلو مینوالو ته څه په دې توګه ورپیژني
((دا زما لکۍ ده ، دا زما زما پښه ده ،دا زما لاس دی ، دا زما نور وجود دی ـ زما ټول وجود د ځناور دی ، سر د انسان دی ــ زه له افریقا راغلې یم))

ممتاز ښاپیرۍ لیدو ته د کراچۍ زیاتره ښاریان ورځي د کراچۍ یو شمېر سیاستوال او پوهان هم د ساعت د کراچۍ چړیاګر د لیدو په موقع د ممتاز ښاپیرۍ لیدو ته ورځي ، د دې ترڅنګ د ښار ګڼ شمیر ښځې او ماشومان هم د ممتاز ښاپیرۍ لیدو ته ورځي . یو ماشوم چې د خپلې مور او پلار سره یې د ممتاز ښاپیرۍ تماشه کړې ده وایي

((دلته یوه ښځه ده ، سر یې د ښځې دی او نور وجود یې د لومړي(ګیدړ) دی، زه حیران شوم چې دا څنګه چل دی چې صرف سر یې د ښځې دی او نوره لومړي ده ، زما پرې ډېر زړه هم خوږ شو . خوند مې ترې هم واخیستو))

ممتاز ښاپیرۍ که یوې خوا ته خلکو ته د ساعت تیرۍ موقعې په لاس ورکوي نو بلې خوا دغه ښاپيرۍ د کراچۍ په چړیاګر کې د لسګونو کلونو تاریخ هم لري.

د کراچۍ ژوبڼ کې د ممتاز ښاپېرۍ ګوډله
د کراچۍ ژوبڼ کې د ممتاز ښاپېرۍ ګوډله

۵۰ کلن صادق وایي هغه د خپل پلار څخه خواوشا ۴۰ کاله وړاندې په پیښور کې د ممتاز ښاپیرۍ کیسه اوریدلې وه . او چې کله هغه پخپله کراچۍ ته راغلو نو لمړۍ د یادې ښاپيرۍ کتو ته ورغلې و.

((په ۱۹۷۴ کې زما یاد شي چې زما پلار د کراچۍ نه کلي ته نوی نوی راغلی و، خلکو ته یې د کراچۍ کیسې کولې ، ویل یې په کراچۍ باغیچه کې مې یو شی ولیدو چې د نامه نه ښکته ګیدړه ده او پورته انسان دی ،هغه وخت زه په دویم کلاس کې وم ، وړوکی وم ـ مونږ او نور خلک ټول به دې ته حیرانیدو . اوس چې دا ما پخپلو سترګو ولیدو نو زما دا خیال دی چې دا جادو یا منتر دی))

که څه هم صادق کاکا او نور زیاتره خلک ممتاز ښاپیرۍ ته حیرانیږي او جادو او منتر یې ګڼي خو د ممتاز ښاپیرۍ منتظم فاروق وایي ممتاز ښاپیرۍ روغ رمټ انسان دی ، او دوي ممتاز محل ددې لپاره جوړ کړی دی چې خلکو ته د ساعت تیرۍ زمینه برابره کړي او د دوی څو شیبې په حیرانونکې خوشالۍ بدلې کړي.

XS
SM
MD
LG