د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې د ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې ده


غزني - د غزني په مقر ولسوالۍ کې د طالب وسله والو او پوليسو تر منځ نښته شوې، چې دواړه غاړې پکې يو بل ته د مرګ ژوبلې د ور اړولو ادعاوې کوي.


نښته پرون د مقر ولسوالۍ په لړمه سيمه کې شوې ده، چې دواړه ښکېلې غاړې پکې د مخالف لوري وژل شوي کسان تر خپلو زيات بولي.

چارواکي وايي، د مقر يو تن اوسېدونکی چې د غزني په امنيه قومندانۍ کې يې دنده درلوده، خپل کور ته روان وو، چې پر لاره طالبانو ته په ګير ورغلی او وژلی يې دی.

د مقر ولسوال صاحب خان وايي، طالب وسله والو په دغه سيمه کې د لويې لارې له موټرو يو بل کس هم ښکته کړی او وژلی يې دی، چې وروسته د پېښې ځای ته سيمه ييز پوليس، ملي پوليس او پاڅون کوونکي رسېدلي دي.

دی وايي، د دواړو غاړو تر منځ په لړمه سيمه کې دوه ساعته نښته شوې، چې پکې څلور تنه وسله وال وژل شوي دي.

"له صاحب منصب سره يوه تمانچه وه، په هغې يې پر لاره په ولاړو طالبانو ډزې کړې دي، وروسته طالبانو دغه صاحب منصب او يو عام سړی چې له موټره يې کښته کړي وو، وژلي دي. خو کله چې د پېښې ځای ته سيمه ييز پوليس، ملي پوليس او پاڅون کوونکي رسېدلي، له طالبانو سره يې نښته کړې ده، چې پکې د څلورو طالبانو جسدونه د جګړې په ميدان پاتې شوي دي او يو کس يې ژوندی نيول شوی دی."

ولسوال وايي، په نښته کې پوليسو او پاڅون کوونکيو ته کوم ځاني زيان نه دی اوښتی، خو ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند بولي وايي، چې ملګرو يې په دغه نښته کې نهه تنه سيمه ييز پوليس وژلي دي.

دی د خپل يو ملګري او يو عام وګړي وژل کېدل هم مني.

څه موده وړاندې په مقر ولسوالۍ کې د پاڅون کوونکيو پر يوه قومندان هم ځانمرګی بريد شوی وو، چې پکې تر شلو ډېر کسان مړه او ټپيان شوي وو.
XS
SM
MD
LG