د لاسرسي ځای

تازه خبر

"بچي مې له ما په انګرېزۍ ښه پوهېږي"


د اختر ځانګړو خپرونو پاڼې ته ښه راغلاست.


د مشال راډیو دا خپرونه د نا امنۍ او پوځي عملیاتو له کبله بې کوره شویو خلکو ته ځانګړې شوې ده.

په دې خپرونه کې مو د پښتو ژبې نومیالي طنزیه او مزاحیه شاعر ظفر خان ظفر مېلمه کړی دی.

د خپرونې موخه دا ده چې د بې کوره شویو خلکو پر شونډو مسکا خپره کړای شو.

ظفر وايي،

په محبت کې په انسان یو داسې شی ولګي
لکه په ونو، بوټو، پاڼو چې چینجی ولګي
شامت یې راشي د وهلو، غل یې نه وي مالوم
د کټ د لاندې چې په غل باندې ټوخی ولګي

هغه وخت لاړو چې به موږه ویل چې نه پوهېږي
اوس دا واړه دومره پاخه دي په هر څه پوهېږي
ما ته په خیال باندې جانانه میسېجونه کوه
زما بچي په انګرېزۍ له ما نه ښه پوهېږي

د ظفر خان ظفر نور شعرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:22 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG