د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ویلي له هند سره خبرو پیلولو ته تیار دی

پاکستان ويلي دي له هند سره په هره کچه مذاکراتو پیل کولو ته چمتو دی.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياند اعزار چودري په پرون خپل يوه بيان کې پر هند غږ وکړ چې په امرتسر کې د مظاهره چيانو له خوا د ودرول شوي دوستۍبس د مسافرو خونديتوب يقيني کړي.

اعزاز چودري زياته کړې بايد دواړه هیوادونه په خپلو کې د تاو تریخوالي کمولو له پاره ګامونه پورته کړي او ګټورې خبرې پیل کړل شي.

نوموړي دا هم ويلي ، د هند ذمه واري جوړېږي په خپل هېواد کې د پاکستاني کونسلګریو او سفارتکارانو د حفاظت له پاره ګامونه پورته کړي.

ياده دی وي چې له امرتسر څخه لاهور ته تلونکی بس په هند کې مظاهره چيانو تر هغې وروسته ودرولی چې هندي چارواکو تور لګولی د روانې مياشتې په پينځه پاکستاني عسکرو د دوی پینځه پوځيان وژلي دي.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG