د لاسرسي ځای

تازه خبر

"تمه ده خلک به د (ولس جانان کړه) په پیغام غور وکړي"


د مشال راډیو د اختر ځانګړو خپرونو پاڼې ته ښه راغلاست.

په دې خپرونه کې د پښتو ژبې نومیالی سندرغاړی هارون باچا زموږ مېلمه دی.


هارون باچا د خیبر پښتونخوا د صوابۍ پنجپیر اوسېدونکی دی. ۳۸ کالن دی. له پېښور پوهنتونه یې په ټولنپوهنه (سوشیولوژي) کې ماسټري کړې ده او له ۱۹۹۶-۹۷ز کال راهیسې یې په رسمي ډول (د رنګونو ماښام) له البم سره سندرې ویل پیل کړې دي.

تر اوسه یانې تر ۲۰۱۳ز کاله هارون باچا د سندرو ۴۷ البمونه خپاره کړي دي چې په کې وروستۍ د اوسني کوچني اختر په مناسبت د (ولس جانان کړه) په نوم خپور شوی دی.

هارون باچا تل هڅه کړې ده چې د ښو شاعرانو شعرونه انتخاب کړي او په خپلو البمونو کې ورته ځای ورکړي. دا ځل یې د ځینو ځوانو شاعرانو شعرونه هم په (ولس جانان کړه) البم کې ور ځای کړې دي.

له هارون باچا سره مو د اختر په ځانګړو خپرونو کې د نوي البم او د ده د فن په اړه خبرې کړې دي چې په کې د فېسبوک او ټیلي فون له لارې هم ډېرو کسانو برخه اخیستې ده.

له نوموړي سره شوی بانډار د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:49:08 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG