د لاسرسي ځای

تازه خبر

امنیتي ځواکونو زموږ په ماته کې رول لوبولی وو، خټک


امنیتي ځواکونو زموږ په انتخابي ماته کې رول لوبولی وو، افراسیاب خټک
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:20:58 0:00

افراسیاب خټک

عوامي نېشنل ګوند تر پنځو کلونو پوري پر خيبر پښتونخوا واکمني وکړه خو تر انتخاباتو له مخه طالبانو دوی په مستيقمه توګه تر حملو لاندې راوستي وو.


د عوامي نېشنل پارټۍ د خيبر پښتونخوا مشر افراسياب خټک تور لګولی چې د يوولسم می په انتخاباتو کې امنيتي ځواکونو انتخابي اېجنټان ایستلي ول او د ووټونو له پېټیو سره یې ډېر وخت تېر کړی وو.


دا لومړی ځل دی چې عوامي نېشنل ګوند نيغ په نيغه د پاکستان پر امنيتي ځواکونو تور لګوي چې ګواکې د دوی په انتخابي ماتې کې يې کردار ادا کړی وو.

دا خبره افراسياب خټک له مشال رېډيو سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړي ده. نوموړي وويل چې د عوامي نېشنل پارټۍ په انتخابي ماتې کې د دوی د ګوند ځيني داخلي غلطياني هم شاملي دي خو پکې بهرني عوامل ډير غالبه وو.

عوامي نېشنل ګوند تر پنځو کلونو پوري پر خيبر پښتونخوا واکمني وکړه خو تر انتخاباتو له مخه طالبانو دوی په مستيقمه توګه تر حملو لاندې راوستي وو.

افراسياب خټک په دې ځانګړې مرکه کې د عوامي نېشنل پارټۍ په انتخابي شکست، د تحريک انصاف په ګټلو، په پاکستان کې د پښتنو ، بلوڅانو او سنديانو په ممکنه اتحاد، له دوه زره څوارلس کال وروسته د افغانستان پر حالاتو رڼا اچولې ده.
XS
SM
MD
LG