د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټې برید کې د وژل شویو شمېر ۲۵ ته رسېدلی دی


کوټه / پراګ - د بلوچستان په مرکز کوټه کې د جنازې لمونځ پر وخت ځانمرګی برید شوی دی چې په کې د کوټې د پولیسو یوه لوړ پوړي چارواکي په ګډون ۱۲ کسان وژل شوي دي.


له سیمې د مشال راډیو خبریال ته د پولیسو ویاند شهزاده فرحت ویلي، چاودنه نن ماسپښین د کوټې په پولیس لاین کې هغه وخت وشوه چې خلکو د یوه اېس اېچ او محب الله د جنازې تیاري کوله.

فرحت د دې خبرې تصدیق کړی دی چې په برید کې د کوټې ډي آی جي (آپرېشنز) فیاض احمد سنبل وژل شوی دی.

په دې حملې کې ۲۴ نور کسان هم ووژل شول او یو شمېر ژوبل شول چې روغتونونو ته رسول شوي دي.

اېس اېچ او محب الله د زیارت (پنجشنبې) پر سهار د کوټې په عالمو چوک کې وژل شوی وو.عيني شاهدين وايي، د وژل شوي پوليس مشر د جنازې مراسم تيار وو او د جنازې د لمانځه لپاره صفونه تيارېدل او شاوخوا درې سوه تنه را ټول شوي وو او قريباً ۵۰ تنه لا هم د جومات په دروازه کې وو چې ناڅاپه يوه زوروره چاودنه وشوه.

د جنازې د لمانځه امام د چاودنې په اړه رسنيو ته وويل:

«موږ د کوټې د پوليسو د مشر ميرزبير او د پوليسو د مرستيال مشر فياض سنبل صاحب په راتګ سره د جنازې د لمانځه تياري پيل کړه، دوه پوليس مشران د دوى هرکلي ته دروازې ته ورغلل، په همدې حال کې زوروره چاودنه وشوه، په دروازه کې چې څومره هم پوليس عسکر د امنيت ساتلو لپاره ولاړ وو هغوى په چاودنه کې ووژل شول. چاودنه چې څنګه وشوه، خلکو صفونه مات کړل او په هړدوړ کې د ځان ژغورلو په خاطر په منډه د باندې ووتل»

د تر لاسه شويو مالوماتو له مخې تر اوسه پورې په چاودنه کې دېرش تنه وژل شوي او شاوخوا ۵۰ تنه ټپيان شوي دي، په وژل شويو او ټپيانو کې اکثريت پوليس عسکر دي او د لسو په شاوخوا کې ملکي خلک هم شامل دي.

په وژل شويو پوليسو کې څلور تنه د پوليسو لوړرتبه افسران هم شامل دي. فياض احمد سنبل چي د بلوچستان د پوليسو مرستيال مشر او د پوليسو د تحقيقاتي څانګې مشر دى په چاودنه کې وژل شوى، د پوليسو دوه نور لوړرتبه افسران شمس الله، علي مهر جميل او د ټرافيک پوليسو يو مشر انور غلجى هم په چاودنه کې وژل شوي دي. د پېښې په ځاى کې يو پوليس عسکر د خپلو وژل شويو پوليسو په اړه خپل احساسات داسې څرګندوي:

«زه دننه د جنازې په ځاى کې وم چې يوه زوروره چاودنه وشوه او زه په هيڅ نه پوهېدم، هر لور ته لوګې وو او هر لور ته مړي پراته وو، زما ټول ملګري او افسران ووژل شول، زه سخت غمجن يم، دا څه حال دى تر اختر يوه ورځ مخکې ټول ووژل شول، اوس به زه څنګه ژوند تېروم، زموږ څو اعلى پوليس افسران يې ووژل، نور زما هيڅوک نه شته، د ټول مړي دا دى پراته دي»

پوليس وايي، دا ځانوژونکى بريد وو او د چاودنې له ځايه يې د ځانوژونکي سر هم تر لاسه کړى دى، چې وايي په چاودنه کې يې له اتو تر لسو کيلوګرامه پورې چاودېدونکي مواد کارولي دي.

د چاودنې ټپيان د کوټې ښار نظامي روغتون او ځينو نورو روغتونونو ته انتقال شوي چې په هغوى کې هم د ډېرو حالت نازک بلل شوى دى او احتمال شته چې د مړيو شمېر زيات شي.

د پاکستان صدراعظم نواز شريف او د بلوچستان والي يا ګورنر دغه ځانوژونکى بريد په کلکه غندلى او د ايالت اعلى وزير ته يې په بيړني ډول د پراخو پلټنو امر کړى دى.

د دې ځانوژونکي بريد مسووليت سمدستي کومې وسلوالې ډلې نه دى منلى، خو د اختر په شپه يې لسګونه کورنۍ د غم پر ټغر کښېنولې.
XS
SM
MD
LG