د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني: د مشرانو جرګې غړې مرګونې ژوبله شوه



چارواکي وايي، نن سه شنبې په مشرانو جرګه کې د فراه د خلکو پر يوې استازي په غزني کې وسله وال بريد شوی دی، چې په کې دا او خاوند يې ژوبل شوي او يو ورور او يوه لور يې وژل شوي دي.


چارواکي وايي، طالب وسله والو په مشرانو جرګه کې د فراه د خلکو د استازي روح ګل خيرزاد پر موټر په غزني کې بريد کړی دی، چې پکې د روح ګل په ګډون څلور تنه ژوبل شوي او دوه نور وژل شوي دي.

دوی وايي، روح ګل خيرزاد نن چاشنبې په سهار له خپل خاوند، اولادونو او ساتونکو سره له کابله فراه ته روانه وه، چې د غزني مقر ولسوالۍ ته څېرمه ورته طالب وسله والو کمين نيولی وو.

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي، دوی په شخصي موټر کې سپاره وو، خو وايي، که یې ساتونکي نه وای ورسره، طالبانو به ژوندي تښتولي وای.

دی وايي، په پېښه کې وژل شوي کسان فراه او ټپي شوي د ګيلان او باګرام روغتونونو ته لېږدول شوي دي.


"په مشرانو جرګه کې د فراه د خلکو استازې سناتوره روح ګل خيرزاد، د خپلې کورنۍ له غړو سره په يو شخصي موټرو کې له کابله را روانه شوې وه، چې مقر ولسوالۍ ته څېرمه د طالبانو په کمين کې راګير شوي وو، ښه وو له دوی سره هم ساتونکي ول، که هغوی پر وسله والو ډزې نه وای کړې، دوی به يې ټول ژوندي تښتولي وای. د طالبانو او د روح ګل د ساتونکو تر منځ په دغو ډزو کې څلور تنه ټپيان شوي او دوه نور وژل شوي دي."


په پېښه کې په وژلو شويو کسانو کې يو د روح ګل ورور او يوه يې لوره، او په ټپي شويو کې بيا په خپله روح ګل، د هغې خاوند، د هغې يوه لور او يو زوی شامل دي.

تر اوسه پورې لا طالب وسله والو په دې اړه څه نه دي ويلي.
XS
SM
MD
LG