د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال: د اختر له پاره سوداګانې ښې په سور کې دي



د خوست ښار منځنۍ کوڅې او جادې د ګاډو، موټر سایکلونو او نورو وسایطو پر مخ تړل شوي دي، په دې کوڅو او جادو کې د خوراک، پوښاک او د ماشومانو د لوبو وسایلو د خرڅانه له پاره ګرځنده ټپرۍ جوړې شوي او په دې تنګو کوڅو کې تر دې ګڼه ګوڼه ده، چې په ډېر نږدې ځای کې هم د خپل ملګري او هملاري موندل ګران تمامیږي.


په ټپریو باندې د پېردونکو ډېر بیروبار دی، خو د کلچو، کیکونو، مېټايیو او د نورو خوږو خوراکي شیانو رانیول ډېر د پام وړ دي، له ښاریانو سره تر هر څه ډېر په همدې توکو نظر پریوځي، همدارنګه د پوښاک وسایل قطرې، جرابې، زېر پراهنۍ یا بلینانونه، د ښځینه وو او نارینه وو د سېنګار توکي نکریزې او د ماشومانو د لوبو وسایل هم ډېر پیردونکي لري.

په خوست ښار کې یو تن ځلمي، چې غوښتل يې ځان له پاره زېر پراهني، جرابې او نور توکي واخلي، سږني اختر ته ډېر خوشاله مالومیږي، نوموړی هغه توکي راپیژني، چې استعمال يې نن سبا په خوستيو ژڼکيو یا ځوانانو کې ډېر دود دی:

((نوم مې وزیر دادا شیرزی دی، د کونډیو اوسیدونکی یم، دلته ښار ته په چکر راغلي یو، اختر ته د غاړې دستمال او یو نیم بل شی اخلو، یو بل سامان بیه کوو، خو د ژڼکیو سامانونه چې دي چپل بوټ دي، سرویس بوټونه دي،ټپۍ او پکولونه دي.

خوست کې مکمل پکول چلیږي، د ځونډي والا سرې ټپۍ هم چلیږي، دا د ګاډیو والا خلک چې دي دا خلکو سره ښه سلوک کوي، خو د دوکانونو والا لږ په نرخونو کې جګ ځي، موږ هم د عید له پاره جوړه کړې ده، ټپۍ مو اخیستې ده، قطره(د غاړې دستمال) مو اخیستې ده، نور نو د چپلو له پاره هم تماس نیسو .))

د وزیر دادا په شان یو بل تن ځوان چې له خپلو نورو ګڼو ملګرو سره درزي ته راغلی او غواړي،اختر ته خپلې نوې جامې ځینې یوسي، په خوست کې د اختر د تیاریانو په اړه راسره خپل نظر په دې توګه شریکوي:

((زه وحیدالله فطرت د خوست د مندوزیو اوسیدونکی، خوست بازار ته نن راغلی یو څپلیو، قطره، خولۍ او جامو پسې، موږ اختر ته شیان اخیستي دي، خو نن په خوست کې داسې رش او ګڼه ګوڼه ده، چې ښه مزیدار رش دی، ډېر مزیدار رش دی.

خوست داسې دی، لکه وړوکی لندن، خوستوال خو ډېر نرم، خواږه او پاسته خلک دي، په خوست کې دومره ګڼه ګوڼه ده، چې په نورو لویو ښارونو ننګرهار، کابل او مزار کې به هم رش وي، خو د خوست په نزد به نه وي.))

یو تن چې په لاسي ریړه کې نکریزې او نور توکي خرڅوي،له خپلې سودا څخه رضایت څرګندوي:

((زما نوم دی محمدالله د ګلزار اکا اوسیدونکی یم، دلته دا شپږمه ورځ ده، چې ګاډۍ کې مې د خرڅانه شیان ایښي دي، خو ډېرې نکریزې خرڅوو، والله خدای د رضا شي، سږ کال په خوست کې اختر ښه په سر کې دی، رش ښه ډېر دی، سودا ښه ټېټ روانه ده، ښه اختر دی.))

د میټاییو لاسي ریړې ته ولاړ ژڼکی وايي، خلک د بنو په مېټاییو مین دي، خو وطني میټايي هم ښه خوند لري، هغه په دې اختریزو شپو ورځو کې مرورو افغانانو ته د پخلاتوب پیغام ورکوي:

((زما نوم مولا نور دی، د اختر په شپو ورځو کې مېټایۍ خرڅوو، دومره غریبانه کوو، د وطن مېټایۍ دي، دا ډېرې ښې خرڅیږي، خلک خو د بنو په میټاییو ډېر مین دي، نور کالونه يې دومره خوند نه وو لکه د سږني اختر، زه خپل همزولو ته د اختر مبارکي وایم په لومړي سر کې، بیا مرورو وروڼو ته دا پیغام لرو، چې ټول سره په یو ځای شي.))

د ګلزار په نوم یو کس چې په سعودي کې کار وبار کوي او سږنۍ اختر يې په کور دی، د خپلې خوشالۍ او امیدوارۍ احساسات راسره په دې توګه شریکوي:

((زما نوم ګل زار دی، اصلاً د پکتیکا د ګیانې ولسوالۍ یو، خو کور مو اوس د ګربزو په شیخامیر کې دی، شکر الحمدالله سږ کال خو ښه امن دی، ښې خوشالۍ دي، ښه امنیت دی، ډېر خوشاله یو، په دې خوشاله یم چې سږ کال د سعودي پر ځای په خپل وطن کې اختر تېروو، په دې هم شکر ادا کوو، چې زموږ وطن جوړ شو، د خوست خو داسې اختر دی، چې خوشالۍ خوشالۍ دي.

موږ دا پروګرام نیولی دی، چې په اختر کې ترخه پلوونه، د میو وریجې(ډنډه کۍ) غوښې او داسې نور خوراکونه به تیاروو.))

د یادونې وړ ده، خوستوال داسې مهال اختر ته په تیاریانو بوخت دي، چې د دوی نه د اختر د دودیزو لمانځنو ډېره برخه په پاتې کیدو ده، د خلکو په وینا اوس په اخترونو کې هغه خوندونه نه دي پاتې شوي، چې خلکو به په اونیو اختریزې میلې او نندارې کولې.
XS
SM
MD
LG