د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملا عمر ولسمشريزې ټاکنې د وخت ضياع بولي


د طالبانو مشر ملا عمر د افغانستان راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې رد کړي او دا يې وخت ضياع بللې او له خلکو څخه يې غوښتې چې رايه استعمال نکړي.


امريکا او ايتلافيان د راتلونکې کال د اپرېل په مياشت کې دغو ټاکنو ته د افغانستان د ثبات لپاره په داسي وخت کې د ډېر زيات ارزښت په سترګه ګوري چې د ناټو په مشرۍ نړيوال ځواکونه د ۲۰۱۴م کال تر پايه وځي.

په رايه اچولو کې د پښتنو برخه اخستلو ته د انتخاباتو د کاميابۍ لپاره مهم کتل کيږي.

نن سشنبې په ورځ په يوه خپاره شوي بيان کې ملا عمر ويلي چې طالبان قدرت ته د رسېدو هڅه نه کوي بلکې له افغانو سره يوه داسي پوهاوي ته ځان رسول غواړي چې په ترڅ کې يې پر اسلامي اصولونو برابر يو افغان حکومت رامنځ ته شی.

دا بيان په داسي حال کې راغلی چې افغانان د اختر لپاره تياری نيسي چې په پنج شنبه به لمانځل کيږي.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG