د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې ۱۳ مساپر وژل شوي دي


د بلوچستان په بولان سیمه کې له کوټې څخه پنجاب ته روانو د سورلو له ګاډو څخه وسله والو ۱۳ تنه تښتولي او بیا یې وژلي دي.


د مچهـ ضلعې ډپټي کمشنر کاشف نبي نن د سشنبې په سهار مشال راډيو ته وويل چې وسله والو پرون شپه پر دوو بېلا بيلو ځايونو بسونه درولي او د سورليو تر شناختي کارډونو کتلو وروسته يې دوی نږدې غرونو ته له ځان سره بېولي او هلته يې وژلي دي.

((دا پېښه د مچهـ په ګیشپري سیمه کې شوې، چې په کې دیارلس تنه وژل شوي دي. د سورليو شاوخوا اووه بسونه وو چې له کوټې پنجاب صوبې ته روان وو. د وژل شويو کسانو مړي مو في الحاله کوټې ته واستول چې تر قانوني پلټنو وروسته به خپلو سیمو ته ولېږدول شي))

کاشف نبي زياته کړه چې دا مساپر د پنجاب صادق آباد او راجن پور سيمو ته د اختر لپاره روان وو.

آخوا بيا د بلوچستان د داخله چارو سیکرټري اکبر حسین دراني مشال راډيو ته ويلي چې تر پېښې وروسته امنيتي ځواکونه تر وسله والو پورې ورسېدل او تر منځ يې شاوخوا نيم ساعت ډزي هم وشوې خو د ده په وينا وسله وال بیا هم په تېښته کې بریالي شول.

بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې بلوچ لیبریشن فرنټ د دې پېښې مسوولیت منلی او ادعا يې کړې چې وژل شوي ټول دیارلس تنه د پاکستان امنيتي سرتېري دي.
XS
SM
MD
LG