د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د بې څوکه ماشومانو برخلیک


سرچینه: ډي پي اې

د جرمني خبري اژانس (ډي پي اې) په خپل يو رپورټ کې په پاکستان کې د بې څوکه ماشومانو د يوې کورنۍ په واک کې د ورکولو موضوع راخيستې ده.


په پاکستان کې پر ياده مساله بحث تر هغې وروسته تود شو چې په دغه هېواد کې فعاله د يو ه شخصي ټيلي ويژن په يوه ديني پروګرام کې برخه اخيستونکي يو تن ته يوه بې موره او پلاره ماشوم د انعام په توګه ورکړل شو.

اژانس ليکي، د ډاکټر عامر لياقت حسين په نوم د يوه متنازع ديني عالم دغه کړنې په پاکستان کې د ماشومانو له پاره د کارکوونکو خيريه ادارو له غوسې ډک غبرګونونه پارولي دي.

اژانس په اسلام اباد کې د بشري حقونو د يوې فعالې رخشنده پروين خبره راخيستې چې ويلي يې دي، جيو ټيلي ويژن دغه کار د خپلو کاروباري ګټو له پاره کړی دی او ځکه د غندنې وړ دی.

د پاکستان د يوې سترې خيريه ادارې ايدي فاونډيشن وياند انور کاظم هم له اژانس سره په خبرو کې د ياد ټي وي چينل دغه کړنه په کلکه غندلې او دغه يې له اخلاقي اصولو پريوتی يو عمل بللی دی.

د اژانس له ليکنې سره سم، د ايدي فاونډيشن بنسټ د عبدالستار ايدي په نوم يو سړي د خير ښېګڼې کارونو کولو له پاره په ۱۹۵۱ م کال کې کښېښود.

د دې ادارې له مهمو پروژو څخه يوه هم د هغو ماشومانو، چې مور اوپلار يې پالل و نه غواړي، په خپلو ځانګړو مرکزونو کې ساتل دي. دغه ماشومان بيا داسې بې اولاده کورنيو ته ورکول کيږي چې وغواړي د هغوئ کفالت وکړي او لکه د خپلو سکه بچيو يې پالنه او روزنه وکړي.

د ايدي فاونډيشن وياند انور کاظم اژانس ته ويلي، په پاکستان کې د داسې ماشومانو پالل چې د اصلي مور او پلار په اړه يې مالومات نه وي، د ټولنيزو حساسيتونو له کبله يو ستونزمن کار دی.

نوموړي زياته کړې، يو چاته د ماشوم ورکولو په لړ کې دوئ سخته پاليسي په کار اچولې ده. داسې ښځه او خاوند چې غواړي له موږ ماشوم واخلي، د واده يې بايد لږ تر لږه پينځه کالونه پوره شوي وي. د دوئ بايد خپل کوم اولاد نه وي او د يوه مستند ډاکټر سرټيفيکيټ ولري چې وښيي دغه ښځه او خاوند په طبعي توګه د ماشوم زېږولو جوګه نه دي.

د ښاغلي کاظم په خبره، ايدي فاونډيشن تر دې مهاله ۲۲۳۰۰ بې څوکه ماشومان نه يوازې پاکستانيو، بلکې له امريکا، برتانيا او کاناډا څخه دوئ ته ورغليو بې اولاده کورنيو ته ورکړي دي.

په عين حال کې د چيپا خيريه ادارې مشر رمضان چيپا د ياد پاکستاني تيلويزيون په پروګرام کې د يوې ماشومې جينۍ په انعام کې د ورکولو د خپل اقدام دفاع کړې ده او ويلي يې دي چې دغه کار يې له دغه رقم ماشومانو سره د خلکو د همدردۍ د جذبو پارولو په مقصد کړی دی.

خو د بشري حقونو فعاله ميرمن پروين د نوموړي له خوا وړاندې کړل شوی دغه جواز نه مني او وايي چې يو ماشوم چا ته داسې په ډاګه په تحفه کې ورکول د اخلاقي او انساني حقونو د اصولو ضد يو عمل دی.
XS
SM
MD
LG