د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې سېلاوونو ۱۱ کسان وژلي دي


خوست - د خوست ولایت په مرکز او پينځو ولسوالیو کې سخت سېلاوونه راغلي، چې له کبله يې د پینځو ښځو او دوه ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي دي.


بلخوا د یاد ولایت چارواکي وايي، د اوښتو مالي او ځاني زیانونو کچې مالومولو له پاره يې هیات ګمارلی چې په چټکۍ دا کار وکړي او له زیانمنو سره لازمې مرستې تر سره کړي.

پولیسو د ځايي خلکو په همکارۍ د نورو نهو کسانو ژوند ژغورلی چې سېلاوونو اخیستي ول.

چارواکي وايي، د سېلاوونو له کبله زیاتې کرنیزې ځمکې، استنادي دیوالونه، ویالې، دوکانونه او ګڼ کورونه هم ویجاړ او یا زیانمن شوي دي.

د ولایت مقام د عامه اړیکو مسوول بریالي روان مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې سېلاوونه په مرکز، صبریو، ګربزو، موساخېلو، تریزیو او تڼیو ولسوالیو کې په ډېر قوت سره راوتلي، چې له امله يې زموږ یوولسو تنو هېوادوالو، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي خپل ژوند د لاسه ورکړی دی:

((د تیرې ورځې د بارانونو له امله چې اوس هم دوام لري، د خوست ولایت په مرکز او ولسوالیو کې خلکو ته د سېلاوونو د راوتلو له امله مالي او ځاني زیانونه رسیدلي دي.
دصبریو، ګربزو، تریزیو، موسا خېلو او تڼیو ولسوالیو کې ۱۱ تنه چې میرمنې او ماشومان هم په کې شامل دي، خپل خوږ ژوند د لاسه ورکړی دی او نور نهه کسان چې سېلاوونو اخیستي وو، د هغوی ژوند ژغورل شوی دی.
د ملي پولیسو بشردوسته او مخکښه منسوبینو او د سیمه ییزو ادارو هڅې اوس هم دوام لري، د طبعي پیښو سره د بیړنیو مرستو کومیټه موظفه شوې ده، چې زیانمنو کورنیو ته د مرستو په رسولو کې اقدام وکړي، همداشان ټولو امنیتي ادارو ته لارښودنه شوې ده، تر څو زیانمنو کورنیو او کسانو ته رسیده ګي وکړي او د اړو خلکو ژوند وژغوري.))

دا چې له ځاني تلفاتو سربیره د نورو اوښتو مالي زیانونو کچه څومره ده، بریالي روان يې په اړه وویل، چې د سمو او کره مالوماتو د راټولو له پاره د ولایت مقام له خوا د اضطرار کومیټې ته دنده سپارل شوې، چې په ډېرې چټکۍ زیانونه تثبیت کړي، خو زیانونه په هره برخه کې موجود دی:

((د ولایت مقام له خوا د اضطرار کومیټې ته د نده ورکړل شوې ده، چې په مرکز او ولسوالیو کې د اوښتو زیانونو په اړه ټول دقیق ارقام او زیانونه تثبیت کړي او په دې اړه د ولایت مقام ته په بیړه ګزارش وړاندې کړي، تر کومه ځایه چې موږ ته اطلاعات رارسیدلي تر اوسه یوولس تنه تلفات لرو، نهه کسان ژغورل شوي دي، همداشان په مرکز او ولسوالیو کې کرنیزې ځمکې، استنادي دیوالونه، دکانونه او کورونه ډیر تخریب شوي دي او له منځه تللي دي.))

خوست والي عبدالجبار نعیمي هم د یوې خبر پاڼې د خپریدا له لارې د سېلاوونو له کبله زیانمنو کورنیو ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي او هغوی ته یې تسلیت ویلی دی:

((زه د خوست ولايتي ادارې، ولايتي شورا او امنيتي ارګانونو په استازيتوب خپل د ژورې خواشينۍ او همدردۍ مراتب د خوست له ولسونو او هغه کورنيو سره شريکوم، چې ځاني او مالي زيانونه ورته رسيدلي، هغه کسانو ته چې خپل خواږه عمرونه يې د لاسه ورکړي د فردوس جنت، کورنيو او دوستانو ته يې د جميل صبر غوښتنه کوم، ټولو سيمه ييزو ادارو، امنيتي ارګانونو، دګډې همغږۍ نظامي مرکز او د اضطرار کومېټې ته لارښوونه کوم چې د ژغورنې هڅې ګړندۍ او زيانمنو کسانو او کورنيو ته د هر اړخيزه مرستو په رسولو کې نه ستړې کيدونکې هڅې ترسره کړي.))

که څه هم د روژې میاشتې په دې وروستیو ورځو کې خلک سختې ګرمۍ په تنګ کړي ول او بارانونو ته يې سترګې وې، خو د کتونکو په وینا باراني اوبو او سېلاوونو له پاره د انتظام نشتوالي او د زیاتو اوبو د مسیر نه شتون تل دا ډول مالي او ځاني زیانونه اړولي او خلکو څخه يې د بارانونو د اوریدو او په سختې ګرمۍ کې د هوا د سړیدو خوښۍ اخیستي دي.
XS
SM
MD
LG