د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شېرزادو نښته پای ته رسېدلې، ګڼ شمېر کسان وژل شوي


د ننګرهار په بېلا بېلو ولسوالیو کې د خلکو او وسله والو تر منځ نښتې کېږي. په دې انځور کې د دور بابا ولسوالۍ ځوانان وسله په لاس ولاړ دي.
د ننګرهار په بېلا بېلو ولسوالیو کې د خلکو او وسله والو تر منځ نښتې کېږي. په دې انځور کې د دور بابا ولسوالۍ ځوانان وسله په لاس ولاړ دي.

جلال اباد - د افغانستان ننګرهار ولایت په شېر زادو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو، ولسي وګړو او امنیتي سرتېرو تر منځ درې ورځنۍ نښته پای ته رسېدلې ده.


په دې اوږدې نښته کې له ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

د مشال راډیو خبریال ته د سیمې خلکو ویلي، په شېرزادو کې د یوه قامي مشر او یوه طالب وسله وال تر منځ لفظي شخړه شوې وه.

د دې شخړې په نتیجه کې مشر پر طالب وسله وال ډزې کړې دي او هغه یې وژلی دی.

تر دې وروسته طالبان ورغلي، قامي مشر یې وژلی دی او د هغه کور یې محاصره کړی دی چې په نتیجه کې یې د ولسوالۍ اوسېدونکو او طالبانو تر منځ نښته پیل شوې ده.

د ولایتي چارواکو په خبره، په دې نښته کې چې د جمعې پر ورځ پای ته ورسېده، ۷۶ وسله وال طالبان او ۲۲ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.

چارواکو د ولسي وګړو مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

هلته د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دوی ۸۴ امنیتي سرتېري وژلي او ۸۹ یې ژوبل کړي دي.

تر اوسه ازادو سرچینو د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی ښودلی.
XS
SM
MD
LG