د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزي د جلال اباد حمله غندلې، طالبان د پېښې پړه نه مني


جلال اباد - افغان ولسمشر حامد کرزي په جلال اباد کې ننني ځانمرګی بريد په سختو ټکو کې غندلی دی چې د چارواکو په وينا په کې اته ولسي وګړي ووژل شول او ۲۱ زخميان شول.


تر دې مخکې دا چاودنه یوازې موټر بمي حمله بلل کېده. خو وروسته مالومه شوه چې یوه ځانمرګي د موټر دا چاودنه کړې ده.

نن د ننګرهار امنیه قوماندان محمد شریف امین مشال راډیو ته وويل بريد کوونکو غوښتل د هندوستان په کونسلګرۍ بريد وکړي خو په خپل هدف کې بريالي نه شول.

هغه د پېښې په ځای کې خبريالانو ته وويل: ((تاسي ووينئ، ځانمرګي بريدګر جومات په نښه کړی. په جومات کې دننه ماشومانو د قران شريف تلاوت کاوه. زه تاسې ته ويلی شم چې په بريد کې اته ماشومان وژل شوي او ۲۱ زخميان دي.))

امین زیاتوي، وژل شوي او ژوبل ټول ملکیان دي.

ژوبل شوي کسان د جلال اباد روغتون ته رسول شوي دي.

يو عيني شاهد بيا وايي، وسله وال پینځه ول او د کونسلګرۍ د دروازې پوښتنه يې کوله.

چاودنه سهار نهه بجې شوې ده.

دا موټر بمي حمله د هندوستان له کونسلګرۍ سره نېږدې شوې ده او بیا یوه وسله وال غوښتل چې کونسلګرۍ ته ورشي خو امنیتي سرتېرو وواژه.

بلخوا د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت وياند سيد اکبرالدين رسنيوو ته ويلي چې په بريد کې د دوی کوم سفارتکار ته زيان نه دی اوښتي او د پېښې له افغان قربانيانو سره په غم کې شريک دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد چې د ډېرو داسې پېښو ذمه واري اخلي، رسنیو ته ویلي چې دا بريد دوی نه دی کړی.
XS
SM
MD
LG