د لاسرسي ځای

تازه خبر

کيري د پاکستان د ولسمشر او نورو چارواکو سره ولیدل


د تیرې پنجشنبې په ورځ د امريکا د بهرنیو چارو وزير جان کيري د پاکستان وزير اعظم، صدر ، د بهرنیو چارو وزارت چارواکو او د پاکستان تحريک انصاف ګوندله مشر سره ملاقات وروسته د خپلې دورې په اختتام اخرنی ملاقات د پاکستان پوځ مشر جنرل اشفاق پرويز کياني او د ايي ايس ايي د مشر جنرل ظهير الاسلام سره کړی دی.


په دې ملاقات کې په دوه اړخيزو تعلقاتو او د افغانستان په صورتحال خبرې اترې شوي دې.
ددې لیدنې نه مخکې د امريکې د خارجه چارو وزير ،صدر اصف علي زرداري سره هم ملاقات کړی وو.

ايوان صدر نه د جاري شوې یوې خبر پاڼې ترمخه صدر اصف علي زرداري، د جان کیري سره يو په يو او د وفدونو په سطح ملاقات کړی دی چې پکې د ډرون بريدونو د بندیدو دغوښتنې نه علاوه دوه اړخيزو تعلقاتو، د افغانستان په مفاهمتي عمل، دسیمي په صورتحال او په علاقايي امورو خبرې شوي دې.

دغه رنګ د پاکستان تحريک انصاف چيرمين سره هم د امريکې د خارجه چارو وزير ليدلي دي او ورسره يې په ډرون بريدونو خبرې کړي دي.

له دې ملاقاتونونه مخکې، د پاکستان او امريکې مشرانو په يوه خبرې غونډه کې د ستراتیژیکو مذاکراتو د بحالې اعلان وکړو او په دغه موقع جان کيری وويل چې امريکا د پاکستان سره د اوږدې مودې تعلقات غواړي.

هم په دې موقع د پاکستان د وزيراعظم د قامي سلامتۍ اود خارجه چارو مشير سرتاج عزيز وينا وه چې د دواړو ملکونو د وفدونو ترمينځه شوېوو ملاقاتونو کې له افغانستان نه د اتحادي پوځونود انخلا ،د افغانستان دسولی او د ترهګرۍ د مخنيوي سره سره په علاقايې صورتحال باندې هم خبرې شوي دي.

د ستريټيجک مزاکراتو بحالۍ په اړه د پيښور يونيورسټۍ پروفيسر او د بهرنيو چارو کار پوه سرفراز خان وايي چې تيره موده کې دوی کتلي چې د امریکا او پاکستان تر مینځ به ستراتیژیک مزاکرات نه کيدل او دې سره ترهګرو ته فايده رسيده، دده په اند دا به يو بهتر عمل وي او دا ستراتیژيک مذاکرات به د دواړو ملکونو په موقف کې نږدې والی راولي او د ترهګرۍ خلاف جنګ کې به د دواړو ملکونو کوششونه نږدې شي.

د وزيراعظم مشير سرتاج عزيز په خبرې غونډه کې وويل چې پاکستان به د افغانستان مفاهتمي عمل حمايت جاري ساتي هغه زیاته کړه، د افغانستان صدر حامد کرزی به د دې مياشتې په اخر کې پاکستان ته راځي نو دوی به وګوري چې په دې لاره کې ځومره پرمختګ کیدای شي.
XS
SM
MD
LG