د لاسرسي ځای

تازه خبر

کيري د پاکستان د ولسمشر او نورو چارواکو سره ولیدل


د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کیري پاکستان ته د خپل دوه ورځنۍ سفر په وروستي پړاو کې د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري او د تحريک انصاف ګوند له مشر عمران خان سره لیده کاته کړي دي.


مخکې له عمران خان سره د جان کېري کتنه په پام کې نه وه. عمران خان په پاکستان کې د امريکا د بې پېلوټه الوتکو د بريدونو په اعتراض کې نه غوښتل چې له جان کېري سره وګوري.

خو اوس د تحريک انصاف ګوند په يوه اعلاميه کې له عمران سره د جان کېري د ملاقات پخلی شوی دی.

رپوټونه وايي چې عمران خان يو ځل بيا د امريکا د بهرنيو چارو له وزير څخه غوښتي چې د بې پېلوټه الوتکو بريدونه ودروي، د هغه په وينا دا د پاکستان د مځکنۍ بشپړتيا څرګند سپکاوى دى.

خو د دې ګوند یو مهم غړي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې جان کېري د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو د درولو په اړه د عمران خان غوښتنه رد کړې او دا يې د ترهګرۍ پر ضد د امريکايي ولسمشر باراک اوباما د پاليسۍ يوه برخه بللې ده.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG