د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان په هره څانګه کې بې شميره ستونزې دي


د پاکستان وزیراعظم میانوازشریف ویلي؛په پاکستان کې په هره څانګه کې بې شمېره ستونزې دي، او په جوړ جاړي باندې جیلونه ماتېږي او بندیان خوشي کېږي.

شریف زیاتوي په پاکستان کې به د انرژۍ د زیاتوالي لپاره د ګډاني په څېر نورې پروژې هم ډېر ژر پېل کړل شي.


نوموړي دا خبرې د جمعرات په مازدیګر د بلوچستان په ګډاني سیمه کې کړې، چې له کوټې پرې

د پاکستان وزیراعظم میانوازشریف د جمعرات په مازدیګر په ګډاني سیمه کې د پاکستان پاور پارک د منصوبې افتتاح کړې، او وايي، په هيواد کې به د زیاتې انرژۍ لپاره نورې د ګډاني په څېر پروژې هم ډېرې ژر پېل کړي.

د ګډاني پروژې په افتتاحي غونډه کې د پاکستان وزیراعظم میانوازشریف وویل: د پاکستان په هره څانګه کې بې شمېره ستونزې دي، چې د هوارولو لپاره يې د جدي ګامونو پورته کولو ضرورت دی؛

د اسماعیل دېرې په جېل باندي د وسله والو برید او په ټولو صوبو کې خراب امنیت په اشاره سره وزیراعظم وویل؛ دلته که هره خښته پورته کړې، دده په خبره ترلاندې هر څه خراب ښکاري؛

دلته جېلونه ماتېږي تاسو اندازه وکړی دا د ډېره اسماعیل د وړمې ورځې پېښه چې وشوه، او هلته څه ډول په سلګونو بندیان له هغه ځايه فرار شول. دا هر څه له جوړ جاړي ماسوا نه شي کېدای.

د پاکستان وزیراعظم يادې غونډې ته په خپله وینا کې وویل ؛

(په پاکستان کې لا هم له څلور بیا تر پنځه زره میګاواټه پورې د برق نشتوالی دی چې په همدې کې به د چین په همکارۍ د ګډاني په څېر څلور نورې پروژې پېل کړي. نوازشریف زیاته کړه همدې په پام سره چې د انرژۍ بېخي زیات نشتوالی دی، په لومړي سر کې د ده حکومت تېره ورځ د انرژۍ پالیسي اعلان کړه. چې د نوموړي په خبره بايد نور وخت ضایع نه شي او ژر تر ژره په ورته پروژو کار پېل کړي.)

د ګډاني پروژې په اړه د پاکستان وزیراعظم وویل

(له دې سره به نه يواځې د انرژۍ نشتوالی ختم شي، بلکې ورسره به په بې روزګاري کې هم تر ډېره ځايه کمي راشي)

په دې سیمه یعني ګډاني کې پسماندګي هم شته او بېروزګاري هم. خو همدا داسې سیمه ده چېري د بلوچستان له وګړيو سره سره د سندهـ صوبې وګړي هم د کار لپاره راتللی شي. د ګډاني په دې پرووژې کې به د ټول هیواد فايده وي. او هم له دې ځايه برق ټول پاکستان ته تللی شي.

د وزیراعظم په خبره چې په پاکستان کې د برق لوډشیډنګ يا پارچاو ختم شي، نو ورسره به ټولې کارخانې يو وارې بیا روانې شي، چې ډېری بېروزګاره به يو وارې بیا په روزګار شي.

میانوازشریف په ګډاني کې اعلان وکړ چې د پېښور او لاهور په څېر موټروې به له کراچۍ بیا تر لاهوره جوړه کړي، چې ګټه به يې ټولو صوبو ته رسېږي؛.

څنګه موټروې چې تا له پېښوره لاهور او اسلام آباد ته وينئ، همداسې د يوې بلې موټروې پروژه به پېل کړو، چې د ارباو ډالرو پرووژه ده. او کله چې دا پروژه مکمله شي، نو ارومرو به د پاکستان په اقتصاد او پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.

تردې وړاندې چې وزیراعظم ګډانی ته راورسېد. د بلوچستان وزیراعلی ډاکټرعبدالمالک بلوڅ نوموړي ته د بلوچستان او ګډاني په حالاتو مالومات ورکړل. له دې سره د ګداني ديادې پروژې د پېل غوندې ته د پاکستان له وزیراعظم سره د سندهـ ګورنر عشرت العباد، وزیراعلی قايم علي شاه، د خزانې وفاقي وزیر اسحاق ډار، د تجارت وزیر شاهد خاقان عباسي، د اطلاعاتو وزیرسینيټر پرویز رشید راغلي او د بلوچستان اسمبلۍ يو شمېر غړيو هم په دې کې غونډه کې ګډون درلود.

د ویلو وړ ده چې ګډاني د سندهـ او بلوچستان پر پوله پرته د بلوچستان د لسبيلې کلی ،چې د سمندر په غاړه آباد دی. او د بلوچستان په لرو پرتو او ښاته پاته سیمو کې ګڼل کېږي.

په ياده سیمه کې د انرژۍ له دې پروژې څخه به تر پنځه زره میګاواټه زیاته بجلۍ پيدا کېږي، چې د چارواکو په خبره تر شپږ زره شپږ سوه ميګاواټه پورې رسېدلی شي.
XS
SM
MD
LG