د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست:په عدلي ادارو کې د قضایاوو دثبت سیسټم فعال شو



د پنجشنبې په ورځ د خوست د استناف محکمې په داخل او یو شمیر نورو عدلي او قضايي ادارو کې د قضایاوو د کمپیوټري ثبت سیسټم فعال شو.


نوموړی پروګرام چې د امریکا متحده ایالتونو د قضايي او عدلي ارګانونو څخه د ملاتړ ادارې(JSSP) له خوا پلی شوی، د قضایاوو او پیښو په ثبت کې به يې ګټه دا وي، چې دوسیې به د لاسوهنې، ورکیدو او نورو ستونزو څخه خوندي ساتل کیږي.

خوست والي عبدالجبار نعیمي د یاد سیسټم د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې په دې سره به نه یوازې بیلابیلې عدلي، کشفي او قضايي ادارې له یو بل سره وتړي، بلکې تر دې وروسته به هغه اندیښنې هم له مخې ورکې شي، چې د متهمینو او محبوسینو په دوسیو کې د لاسوهنې یا ورکیدو په باب موجودې وې:

((موږ نن په خوست کې د استناف محکمې په داخل کې د هغه پروګرام افتتاح وکړه، کوم چې موږ ورته له شپږو میاشتو راپدیخوا په تمه وو، او شپږ میاشتې په دې پروګرام باندې کار شوی دی.

دا د قضایاوو د ثبت سیسټم کې، چې د کمپیوټر او د قضایاوو اړوند ټول مالوماتونه، پیښې او دوسیې چې د کمپیوټر سیسټم ته داخلیږي، په جدا ډاټا کې به ساتل کیږي، دا عدلي، قضايي او کشفي ارګانونه له یو بل سره وصل کوي، همدارنګه دا پروګرام د مرکز او نورو ولایتونو سره د وصل کیدو یوه ښه وسیله ده.

په خوست کې دا یو ډیر پرمختللی کار وشو همدارنګه زموږ د محاکمو، څارنوالیو او کشفي ارګانونو له پاره ډیر لوی قدم واخیستل شو.))

د خوست د استناف محاکمو رئیس مولوي عبدالتواب وویل، چې د قضایاوو د ثبت پروګرام، چې په کمپیوټري سیسټم او انټرنیټ سمبال دی، په دوولسو عدلي او قضايي ادارو کې فعال شوی او دوی هیله لري، چې ډیر ژر به په شپږو کشفي او امنیتي ادارو کې هم نصب شي.

مولوي عبدالتواب زیاته کړه، تر ټولو مهمه دا ده، چې د متهمینو او مجرمینو دوسیې به تر پایه پاکې پاتې کیږي، دوسیې ته به اړونده ادارې د هیواد په هره برخه کې لاسرسۍ ولري او هیڅوک به د واسطې او پیسو په زور له محبس څخه نه خوشي کیږي:

((یو مجرم جرم کړی دی، یا قاتل دی یا سارق دی، د ده اوراق نه ورکیږي، د ده په اوراقو کې نوې پاڼې نه ورزیاتیږي، د ده له اوراقو څخه څوک کومه پاڼه نشي ایستلای، بلکې لکه څرنګه چې په لومړي ځل دا دوسیه جوړه شوې وه، په هماغه شکل جوړه شوې او ترتیب شوې وه ، په هماغه شکل په صفا له الف څخه تر یا پورې دوسیه هماغه شانتې پاتې وي، فلهذا چې له دوسیې صفحه ورکه نه شي او مجرم ته جزاء ورکړل شي، خو همدا شفافیت دی.))

د قضایاوو د ثبت پروګرام د فعالیدو په مراسمو کې خوست والي د یاد پروګرام د ارزښت په اړه دا هم وویل، چې په دې وروستیو کې د محاکمو او څارنوالۍ تر منځ د دوسیو د تبادلې په وخت کې د دولسو تنو محبوسینو دوسیې بې درکه شوې وې، خو تر دې وروسته به په دې برخه کې ستونزه پاتې نه شي.

د یادونې وړ ده په دې وروستیو کې افغان حکومت د امریکا د متحده ایالتونو حکومت په مالي ملاتړ د عدلي او قضايي چارو د ښه تنظیم له پاره په بیلابیلو برخو کې یو شمیر برنامې تر لاس لاندې نیولي دي.
XS
SM
MD
LG