د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د موسیقۍ یوه ډله جنوبي کوریا ته ځي

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت وايي چې جنوبي کوریا ته د موسیقۍ یوه ډله لیږي.
د دغه انسټیټوټ رییس ډاکټرناصر سرمست مشال راډیو ته وویل چې په دې ټیم کې نجونې او هلکان شامل دي او تمه ده د افغاني موسیقۍ د پيژندنې په خاطر د یوې اوونۍ لپاره په جنوبي کوریا کې کنسرټونه اجرا کړي.


( کوم ګروپ چې کوریا ته ځي په مجموع کې لس نفره دي او د یوې اوونۍ لپاره به د جنوبي کوریا په سیول او سانچون ښارونو کې خپل کنسرټونه اجرا کړي. دا سفر د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت له خوا برابر شوی دی.)


ښاغلی سرمست وايي دا هنري سفرونه به نړیوالو ته د افغاني فرهنګ په ورپیژندلو کې ډېره مرسته وکړي.

تر دې مخکۍ د موسیقۍ د ملي انسټیټوټ د امریکا متحده ایالتونو ته هم د موسیقۍ یوه ډله لیږلې وه.
  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG