د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د افغانستان سولې له پاره به په ګډه کار کوو'



د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري او د پاکستان وزيراعظم نواز شريف پر دې موافقه کړې او خپل هوډ يې تکرار کړی چې په افغانستان کې به د سولې او ثبات لپاره په ګډه کار کوي.


داوړو مشرانو نن سهار په اسلام آباد کې په وزيراعظم هاوس کې ليده کاته وکړه. دواړو لوريو د امريکا او پاکستان تر منځ د دوه اړخيزه اړيکو د پرمختګ لپاره هم ژمنتيا وښودل. د کېري او نواز تر منځ په ملاقات کې د دواړو هيوادونو تر منځ د تعليم، توانايي او ټولنيز چوکاټ په برخه کې پر همکارۍ هم ټينګار وشو.

په دې ملاقات کې د امريکا لخوا د افغانستان او پاکستان لپاره د ولسمشر اوباما ځانګړي استازي جېمز ډوبنز او په پاکستان کې د امريکا سفير رچرډ اولسن هم ناسته درلوده. بلخوا د پاکستان لخوا په دې ليدنه کې د وزيراعظم نواز شريف د بهرنيو چارو او ملي امنيت سلاکار او د پاکستان د کورنيو چارو، اوبو او توانايي وفاقي وزيران هم موجود وو.

تر دې وړاندي د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري په اسلام آباد کې د پاکستان د بهرنيو چارو په دفتر کې د وزيراعظم نواز شريف د بهرنيو چارو او ملي امنيت له سلاکار سرتاج عزيز سره هم وليدل.

د پاکستان د سرکاري ټېلي وژن له مخې په دې ملاقات کې پر دوه اړخيزه اړيکو او د سيمې پر اوضاع په ځانګړې توګه د افغانستان په اړه خبرې اترې وشوې.

جان کېري پرون ماښام د پاکستان په درې ورځڼي سفر اسلام آباد ته ورسېدی او نوموړی به د پاکستان د لوړپوړو حکومتي او پوځي چارواکو سره د هيواد او سيمې په اړه خبرې اترې کوي.
XS
SM
MD
LG