د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ته به د جان کېري سفر څه پايلې ولري؟


ايسوشي اېټډ پریس خبري اژانس په خپله يوه مقاله کې اسلام آباد ته د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کېري سفر ته په اشارې سره ليکي چې که څه هم د خبرو اترو پر مېز به د جان کيري په مخکې د پاکستان لخوا نوي مذاکرات کار ناست وي خو د دغو خبرو اترو ايجنډه به هم هغه زړه وي لکه د سخت دريځۍ پر ضد مبارزه، په پاکستان کې ډرون بريدونه او په افغانستان کې روان جنګ .


اژانس ليکي چې تر ۲۰۱۱م کال وروسته د امريکا ولسمشر بارک اوبامه پاکستان ته يولو ړ پوړی چارواکی هم نه و لېږلی خو اوس د ښاغلي کېري دا سفر به امریکا ته د نوازشريف په مشرۍ کې د نوي پاکستاني حکومت له نږدي نه د ليدلو او پيژندګلوي موقع په لاس ورکړي.

له ښاغلي کېري سره په دې سفر کي شامل يولوړ پوړي امريکايي چارواکي اژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي دي چې که څه هم په تيرو څو کلونو کې له پاکستان سره د امريکا اړیکې کړکېچنې شوي دي خو اوس د نوازشريف اقتدار ته له راتګ سره يوه هيله پيدا شوې ده چې دغه کړکېچن تعلقات به بیا ښه شي او موږ غواړو چې د نوازشريف له حکومت سره د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې، د توانايي پر بحران، اقتصادي اصلاحاتو ، په سيمه کې د ثبات ،او د دوه اړخيزه تجارت په شمول پر نورو مهمو موضوعاتو د ګډې همکارۍ خبرۍ وکړو.

خو اژانس د پخوانيو امريکايي ولس مشرانو د سلاکار بروس ريډل په حواله زیاتوي چې دا مهال د دواړو هيوادونو تعلقات دومره خراب شویدي چې بیا رغول به يې ډير زیات وخت واخلي او پاکستاني چارواکي هم د دغو تعلقاتو بیا رغولو ته دومره ليواله نه ښکاري. ريډل زياتوي چې امریکا غواړي نوازشريف د هغوی ا نديښنو ته ژر تر ژره ځواب ووايي خو نوازشريف له امریکا سره د تعلقاتو په لړ کې دومره ورو ورو ګامونه اخلي چې تر دا مهاله يې د امريکا لپاره خپل سفير هم نه دی ټاکلی.


د اژانس په خبره د دواړو هيوادونو تعلقات وروسته له هغې خراب شول کله چی د ۲۰۱۱م کال د مې په دوهمه نيټه په ايبټ آباد کې د امریکا ځانکړو ځواکونو د القاعده مشر اوسامه بن لادن ووژی. پاکستان د شپې پر مهال د بن لادن د وژلو دغو امريکايي عملياتو ته د خپل هيواد د سرحدونو خلاف ورزي وايي.

د اژانس په خبره د نوي حکومت په اقتدارکې تر را تګ وروسته تر دا مهال وسله والو سخت دريځو په سلګونه پاکستانيان ووژل خو تر اوسه نوازشريف د ترهګرو پر ضد خپله تګلاره نه ده په ډاګه کړې او تيره اونۍ په ډيره اسماعيل خان ښار کي پر يو جيل د پاکستاني طالبانو بريد او د ۲۵۰ قيديانو تښتيدلو د دغه هيواد پر امنيتي صلاحيت يو شمير پوښتنې راپورته کړي دي.

بلخوا امريکا غواړي چې پاکستان افغان طالبان د ولسمشر حامد کرزي له حکومت سره د جوړ جاړي خبرو اترو ته په کښېنولو مجبوره کړي او په هغوی د تشدد د لارې په پرېښودلو او له القاعده سره په اړيکو پرېکولو هم خپل نفوذ وکاروي خو بروس ريډل اژانس ته ويلي دي چې پاکستاني پوځي او استخبارتي مشرتابه له افغانستانه د امريکايي پوځونو ستنيدو ته په دې نظر ګوري چې امریکايي ولس او حکومت په هر حالت کې له افغان جنګه ځان خلاصول غواړي او که طالبان بيا په افغانستان کې واکمن کيږي نو دا د پاکستان لپاره څه د انديښنې وړ خبره نه ده نو ځکه پاکستان به په دې لړ کي تشي د خولې خبرې کوي او په عملي توګه به هيڅ نه کوي.

خو اژانس زیاتوي چې کله ښاغلي کېري د امريکا د سينټ د خارجه چارو د کمېټۍ مشر و نو هغه له پاکستان سره د مالي مرستو په لړ کي ډير مهم رول لوبولی و او په ۲۰۱۰م کال کې د کيري لوګر بل مرکزي کردار و چې له مخې يې هر کال امریکا پاکستان ته يو نيم اربه ډالره مالي امداد ورکوي. هم دغه وجه ده چې کيدی شي جان کيري له پاکستان سره د امريکا د اړيکو بیا ښه کولو جواز وګرځي.


ايسويټډ پريس خبري اژانس ليکي چې دوه کاله پس د کوم امريکاي لوړ پوړی چارواکي اسلام اباد ته سفر که څه هم د څيړونکو په نظر په دوه اړخيزه تعلقاتو کې کوم ډول زیات بدلون نه شي راوستی خو د جان کيري سفر د سیمې او د دواړو هيوادونو لپاره ګټه ور تمامېدای شي.
XS
SM
MD
LG