د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د ناقانونه ډلو خوځښتونه زیات شوي دي


په یادو علاقو کې ګڼ شمیر پښتانه اوسېږي چې پکې زیاتره کورنۍ په قبایلي سیمو کې د بدامني له وجې په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلنو کې کراچۍ ته کډه شوي دي.

کراچۍ: د کراچۍ پولیس وایي د ښار په کچه ابادیو او لېرې پرتو سېمو کې د روژې په میاشت کې د ناقانونه ګرځول شویو ډلو خوځښتونه زیات شوي دي.


په دغو سیمو کې قایداباد،سهراب ګوټ،منګوپیر،پیراباد،قصبه کالونۍ میټرویل او شمیر نورې سېمې شاملې دي .

په یادو علاقو کې ګڼ شمیر پښتانه اوسېږي چې پکې زیاتره کورنۍ په قبایلي سیمو کې د بدامني له وجې په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلنو کې کراچۍ ته کډه شوي دي.

د کراچۍ د پولیسو ویاند ایس ایس پي عمران شوکت په دې اړه مشال ریډیو ته وایي،

((د کراچۍ ښار څنډو ته دغه علاقې پرتې دي ددې ډلو کسان په اسانۍ سره هلته اوسیدلی او پټیدلی شي. د ښار د مرکزي برخې سره نزدې چې کومې کچه ابادۍ دي لکه شیرین جناح کالونۍ او نورې سېمې په دې کې هم د ترهګرو ډلو ځینې پلویان ژوند تیروي))

د کراچۍ د سي ایي ډي پولیسو یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال ته ویلي دي، د ښار په کچه ابادیو کې لشکر جنګوي،جیش محمد او جندالله ډلو ترڅنګ د تحریک طالبان پاکستان درې مهمې ډلې فعالې دي، په دوي کې د سوات ،وزیرستان او مهمندو ایجنسۍ د طالبانو ګروپونه شامل دي .

د هغه په خبره ددغو ډلو کسان په کراچۍ کې د خپلو سېمو کاروباري خلک په اسانۍ سره پیژني او دوي له دغو کسانو څخه د چندې په نوم پیسې راټولوي او دغه لړۍ د روژې په میاشت کې د نورو کله په پرتله زیاته وي .او دا ځکه چې په دې میاشت کې دوي د سرسایې او زکوات په نوم د نور کله په نسبت زیاتې پیسې له خلکو په خوښه او یا په زور اخلي .

کراچۍ د پاکستان تر ټولو لوي کاروباري ښار دی او دا ښار هر کال د پاکستان قامي بودیجې لپاره د ۶۰ نه تر اویا ۷۰ فیصده پورې عایدات برابروي. په دې ښار کې د پاکستان د بیلا بیلو برخو څخه راغلي کاروباري او مزدورکاره خلک ژوند کوي.چې پکې د یوې اندازې له مخې ۵ میلونه پښتانه هم شامل دي .

د کراچۍ د پولیسو ویاند عمران شوکت وایي په کراچۍ کې موجودې ترهګرې ډلې د پیسو راټولولو ترڅنګ نور بیلا بیل هدفونه لري.

((دلته چې کومې ترهګرې ډلې دي نو دا تاسو په یو یا دوو برخو نشئ ویشلې ، دا ډېرې ډلې دي او هره ډله ځانله اهداف لري، دوي کې هره یوه خپل هدف ځانله پخپله ټاکي او بیا د هغې د ترلاسه کولو پلان جوړوي . په کراچۍ د مخکې نه موجود په جرمونو کې ککړ عناصر هم اوس ددوي سره ملګري شوي دي . په دوي کې زیاتره د وسلې په قاچاق،په زمکو د قبضو ، د نشي توکو د خرڅلاو ، په بینکونو په ډاکو او نورو جرمونو کې لاس لري))

پولیس چارواکي وایي دغه ډلې د خپلو مخالیفینو او په تیره بیا د کیڼ اړخو ګوندونو عوامي نیشنل پارټۍ، متحده قامي مومنټ او پیپلز ګوند د پلویانو او مشرانو په وژنه کې هم ککړې دي .

یاده دې وي د ۲۰۱۲ کال د جون د میاشتې راورسته په کراچۍ کې ددغو سیاسي ګوندونو په پلویانو حملې شورو شوي دي چې د هغې راورسته په تېرو شويو نزدې ۱۴ میاشتو کې په دغه ښار کې د یادو ګوندونو ګڼ شمیر پلویان وژل شوي چې له امله یې ددې ګوندونو زور ټر ډېره بریده راکم شوي او ځینو ګوندونو آن خپلې دفترې هم تړلي دي .

هېره دې نه وي په سپریم کورټ کې د کراچۍ بدامنۍ کیس د اوریدنې په مهال د کراچۍ پولیس چارواکو د عدالت په وړاندې په دغه ښار کې د ۷۰۰۰ طالبانو د شتون اعتراف کړی و.

د کراچۍ د پولیسو ویاند عمران شوکت وایي دوي وخت په وخت ددغو ډلو د پلویانو په ضد عملیات کوي او تراوسه یې ګڼ شمیر کسان د قانون منګولو ته سپارلي دي

XS
SM
MD
LG