د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونه مرستې ته ضرورت لري


طالب وسله والو لا هم د بهرنيو او افغان ځواکونو پر وړاندې خپل مقاومت ته دوام ورکړی او دا چې دوئ د پاکستان په خاوره کې پټنځايونه لري

د پينټاګون لخوا د افغانستان د جګړې په اړه په خپور کړل شوي يوه نوي رپورټ کې ويل شوي چې افغان ځواکونه به له دغه هېواده د ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته د امريکا او د دې د ملګرو هېوادونو مرستو ته اړتيا ولري.


رايټرز اژانس د امريکا د دفاع وزارت د يوه لوړ پوړي چارواکي خبره راخيستې چې ويلي يې دي، پينټاګون د ۲۰۱۴ م کال په پای کې له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو د اېستلو پلان نه دی جوړ کړی. دې چارواکي، چې نوم يې نه دی ورکړل شوی، البته زياته کړې چې که د افغانستان او امريکا حکومتونه په دغه هېواد کې پاتې کېدونکيو امريکايي سرتېرو ته د قانوني ضمانتونو ورکولو په لړ کې کومې موافقې ته و نه رسيږي، نو د دوئ شمېر صفر ته د راټيټولو پر انتخاب غور کېدای شي.

امريکايي چارواکو تر دې مخکې، په داسې حال کې چې د ولسمشر اوباما د ادارې او د ولسمشر کرزي د حکومت تر مينځ اړيکې خرابې شوې، ويلي ول چې امکان لري چې امريکا راتلونکی کال له افغانستانه خپل ټول ځواکونه وباسي.

د پينټاګون په رپورټ کې پر دې خبره ټينګار شوی چې افغان ځواکونه هغه اساسي تياري نه لري چې په ترځ کې يې وکولای شي د ۲۰۱۵ م کال له پيل سره سم د افغانستان امنيت په يوازې ځان ټينګ کړي.

رايټرز اژانس په خپل رپورټ کې د امريکا په دفاع وزارت کې د يوه مرستيال وزير پيټر ليوای له خولې ويلي چې د دې له پاره چې افغان ځواکونه خپل فعاليتونه په اغېزناکه توګه پر مخ يوسي، ورته د بهرنيو مرستو ملاوېدل يوه مهمه نکته ده.

نوموړي هم د امريکا او افغانستان تر مينځ د امنيتي تړون پر سر راپورته شويو اختلافاتو ته په اشارې زياته کړې چې که دغه لوظنامه لاس ليک نه شي نو ښايي امريکا له افغانستانه د خپلو ټولو ځواکونو پر اېستلو مجبوره شي.

د پينټاګون په رپورټ کې، له دې امله چې طالب وسله والو لا هم د بهرنيو او افغان ځواکونو پر وړاندې خپل مقاومت ته دوام ورکړی او دا چې دوئ د پاکستان په خاوره کې پټن ځايونه لري، خبرداری ورکړل شوی دی.

په رپورټ کې دغه راز ويل شوي چې پاکستان اوس هم هغه ترهګرو ته چې د افغانستان دننه د امريکا او د دې د ايتلافي هېوادونو ځواکونه په نښه کوي، مرستې ورکوي.

رپورټ زياتوي، پاکستان په دغه لړ کې د امريکا لخوا لګېدونکي تورونه ردوي.
XS
SM
MD
LG