د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ: شلتن کې ۶ پاکستاني وسله وال ووژل شول



په کونړ کې امنیتي چارواکي وايي، د یاد ولایت په دریو ولسوالیو کې شپږ وسله وال وژل شوي او څلور ولسي وګړي ټپیان شوي دي.


د کونړ امني قومندان مل پاسوال عبدالحبیب سید خیل مشال راډیو ته وویل تیره دوشنبې پر ورځ له غرمې وروسته د نړیوالو ځواکونو طیارو د شیګل ولسوالۍ په شلتن دره کې بمباري کړي چې دیو قومندان په ګډون شپږ تنه پاکستاني طالبان وژلي دي.

((نړیوال هوايي ځواکونه په دي بریالي شول چي د شلتن دري او دانګام ولسوالۍ ترمنځ د طالبانو یو اصلي مرکز يي بمبار کړی چې په نتیجه کې يې د قومندان د تره ځوي شاهدالله د خپلو پنځوو ملګرو سره یو ځای له منځه وړی دی .))


هغه وايي د سه شنبې په سهار وسله والو طالبانو په ناړۍ او غازي اباد ولسوالیو کې په ګڼو امینتي پوستو بریدونه کړي چې په نتیجه کې يې د دولت طرفدارو ځواکونو ته ځاني زیان نه دی رسیدل او د وسله والو له تلفاتو هم کره معلومات نه لري.

خو په دواړه ځایه جګړو کې څلور ولسي وګړي ټپیان شوي دي

((په ناړۍ او غازي اباد کې څلور ولسي وګړي د طالبانو په ډزو کي سرسري ټپیان شوي چې د پولیسو لخوا روغتون ته رسول شوي ))


څو ورځي کیږي چې په کونړ کې وسله والو طالبانو خپل بریدونه تند کړي چې له امله يې دواوړو خواته مرګ ژوبله اوښتې او هریو لوري د خپل بري دعوي کوي
XS
SM
MD
LG