په پاکستان کې سبا د نهې پر ورځ په داسې حال کې صدراتي ټاکنې کېږي چې د ملک مخکیني واکمن ګوندونو پیپلز پارټۍ، عوامي نېشنل پارټۍ او یو شمېر نورو د سپریم کورټ د هغه فیصلې خلاف بایکاټ و کړ چې ټاکنې یې تر خپلې ټاکلې نېټې مخکې اعلان کړې.
دا مهال د دوو صدارتي امېداورانو ترمنځ سیالي ده چې په کې د واکمن ګوند مسلم لیګ نواز ممنون حسین او د تحریک انصاف له خوا پخوانی جسټس وجیح الدین مخې ته راغلي دي.
نوی ولسمشر به د اوسني صدر اصف علي زرداري ځای نیسي چې له تېرو څه نا ځه پنځو کالو راهیسې پر دې چوکۍ ناست دی.
تمه ده چې ممنون حسین به له 674 الېکټورل ووټونو څخه څه باندې 400 ترلاسه کړي.
قامي اسمبلۍ: د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د ټولو غړو شمېر 342 دی.
سېنېټ: د پاکستان سېنېټ کې د ټولو صوبو د استازیو شمېر 104 جوړېږي.
پنجاب اسمبلۍ: د پاکستان په تر ټولو لویه صوبه پنجاب کې د اسمبلۍ غړو شمېر 371 دی.
سیند اسمبلۍ : په سیند صوبه کې د اسمبلۍ غړو شمېره 168 ده.
خیبر پښتونخوا: په دغه صوبه کې تولتال 124 غړي دي.
بلوچستان: په دغه صوبه کې د اسمبلۍ د غړو شمېر 65 دی.
دا چې په بلوچستان کې د اسمبلۍ غړو شمېر تر ټولو لږ یانې 65 جوړېږي. نو د دغه صوبې د پارلماني غړو د شمېرې له حسابه د نورو صوبو له اسمبلۍ غړو سره تقسمېږي. لکه د پنجاب 371 غړي چې د بلوچستان پر 65 غړو تقسیم شي، نو له دې حسابه د پنجاب اسمبلۍ 5.98 پارلماني غړي د بلوچستان د یوه پارلماني غړي برابر راځي. همداسې د سیند 2.71 د خیبر پښتونخوا 2.0 یې د بلوچستان د یوه ووټ برابر ګڼل کېږي.
خو په قامي اسمبلۍ او سېنېټ کې به یو غړی یو ووټ شمارل کېږي.
دا مهال په قامي اسمبلۍ کې اتحادي ګوندونه چې د پاکستان مسلم لیګ ن، پاکستان مسلم لیګ اېف، پښتونخوا مېپ، او نېشنل پارټۍ او ځینې نورې وړې ډلې په راځي، ټولټال شمېر یې 229 غړي دي.
په قامي اسمبلۍ کې د تحریک انصاف او جمعیت اسلامي د پارلماني غړو شمېر 34جوړېږي.
دغه ډول په قامي اسمبلۍ کې کې د پیپلز ګوند، عوامي نېشنل ګوند، بي اېن پي عوامي، د پاکستان مسلم لیګ ق، او د شېخ رشید عوامي مسلم لیګ په ګډون 46 پارلماني غړي له صدراتي ټاکنو بایکاټ کوي.
پنجاب اسمبلۍ کې مسلم لیګ ن 302 غړي لري چې دا وخت یې شمېر 354
دی. ځکه چې پر یو شمېر چوکو به ضمني ټاکنې کېږي.
د تحریک انصاف جسټس وجیح الدین ښايي 74 ووټونه واخلي ځکه چې دا وخت په سېنېټ کې د دوی د ګوند هېڅ غړی نشته. نوموړي ته به په پښتونخوا صوبه کې 33 ووټونه ورکړل شي او ممنون حسین ته به په کې 12 رایې ورسېږي.
په سیند اسمبلۍ کې به ممنون حسین ته د خپلو اتحادیانو له لوري 25 رایې ورکړل شي او ښايي وجیح الدین دوه ووټونه یوسي. په دغه صوبه کې د پیپلز ګوند بایکاټ له وجې به 35 ووټونه وا نه چول شي.
بلوچستان کې به ممنون حسین لوی اکثریت ووټونه ترلاسه کړي. ځکه چې هلته د نېشنل پارټۍ، مسلم لیګ ن او پښتونخوا ملي پارټۍ ګډ حکومت دی.
که څه هم مسلم لیګ ن امېدوار ممنون حسین به اکثریت تر لاسه کړي خو د پیپلز ګوند بایکاټ به د انتخاباتو اعتبار تر پوښتنې لاندې راوړي.
د مشال خبریال ریاض موسا خېل په اسلام اباد کې د پاکستان الېکشن کمیشن له ویاند خورشید عالم څخه د صداراتي انتخاباتو د ترسره کېدو په باب مرکه کړې او په سر کې یې ترې پوښتلې چې دا ټاکنې څنګه تر سره کېږي؟