د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې هزاره ګانو یو ځانمرګی برید ګر وژلی دی


په کوټه کې په تېرو وختونو کې پر هزاره ګانو خونړۍ حملې شوې دي
په کوټه کې په تېرو وختونو کې پر هزاره ګانو خونړۍ حملې شوې دي

کوټه - د بلوچستان په مرکز کوټه کې هزاره ګانو یو ځانمرګی برید کوونکی په ډزو وژلی دی.


د کوټې پولیس مشر میر زبیر محمود رسنیو ته ویلي، د شنبې پر ماښام د روژه ماتي په وخت کې یو ځانمرګی حمله کوونکی هزاره ټاون ته ننوت خو خپل هدف ته تر رسېدو مخکې ووژل شو:

((یو ځانمرګی بریدګر په یوه طریقې د [هزاره ګانو] بازار ته ورغلی وو خو پر وخت ځینو کسانو ولید او هغه کار یې و نه کړای شو چې ده د ځانمرګي برید له لارې کول غوښتل.))

په کوټه کې پر هزاره ګانو د وسله والو په ځانمرګو بریدونو، هدفي وژنو او بمي حملو کې په سلګونه اهل تشیع هزاره ګان وژل شوي دي.

د شا و خوا ټولو حملو پړه لشکر جنګوي وسلې والې ډلې منلې ده.

د جمعې پر ماښام د قبایلي سیمې کورمې پاړه چنار په بازار کې هم دوه پرله پسې چاودنې شوې وې چې په کې له ۵۰ زیات کسان ووژل شول او له ۱۸۰ زیات ژوبل شول.

په دې چاودنو کې وژل شوي زیاتره کسان اهل تشیع مسلمانان ول.
XS
SM
MD
LG