د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې یوه ځانمرګي برید اووه کسان وژلي دي


د دولت خان مړي ته خلک ناست دي. تابوت یې د افغانستان په بیرغ پوښل شوی دی.
د دولت خان مړي ته خلک ناست دي. تابوت یې د افغانستان په بیرغ پوښل شوی دی.

غزني - ځانمرګی بريد تېر مازديګر د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون پر يو قومندان دولت خان شوی دی، چې له امله يې د قومندان په ګډون اووه تنه وژل شوي او اووه نور ژوبل دي.


چارواکي وايي، بريد د قره باغ ولسوالۍ په بازار کې، پر موټر سايکل يوه سپاره ځانمرګي کړی دی.

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي، په وژلو شويو کسانو کې درې تنه عام وګړي او درې يې د دولت خان ملګري دي.

دی وايي، په بريد کې ټپي شوي کسان بيا ټول عام وګړي دي، چې د روژه ماتي لپاره په ښار کې د سودا په اخيستلو اخته وو.

((د دولت خان په نامه د پاڅون کوونکيو يو قومندان تېره ورځ ناوخته يو ځانمرګي بريد کوونکي په نښه کې دی، چې له امله يې دولت خان، د ده درې تنه ساتونکي او درې تنه عام وګړي وژل شوي او اووه تنه نور عام وګړي، چې د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي دي، يا يې د قره باغ په بازار کې دوکانونه درلودل، په بريد کې ټپيان شوي دي.))

د سرچينو په خبره، دولت خان تر دې وړاندې د يوې امنيتي کمپنۍ مشري په غاړه درلوده، چې په دې وروستيو کې خپلې سيمې ته تللی او هلته يې د طالبانو پر ضد پاڅون کړی وو.

د دولت خان تابوت د افغانستان په ملي بیرغ وپوښل شو او په ملي درناوي خاورو ته وسپارل شو.

تر اوسه کومې ډلې د بريد مسووليت نه دی منلی، خو په تېرو وختونو کې پر پاڅون کوونکو زیاتره بریدونه وسله والو طالبانو کړي دي چې پړه یې هم منلې ده.

څه موده وړاندې په مقر ولسوالۍ کې هم د پاڅون کوونکيو پر يوه قومندان ځانمرګی بريد شوی وو، چې پکې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
XS
SM
MD
LG