د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ګوادر کې اووه ساحلي ساتونکي وژل شوي دي


کوټه - په بلوچستان کې د ګوادر په سیمه کوړکي کې د ساحلي ساتونکو پر پوستې حمله شوې ده.


کوړکي له ایران سره په پوله پرته سیمه ده.

د چارواکو په خبره، په دې حمله کې اووه کسان وژل شوي دي. د ساحلي ساتونکو یوه کس اسرار له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت دا تصدیق هم وکړ چې په دې حمله کې پینځه ساتونکي ژوبل شوي دي.

د بلوچستان د کورنیو چارو سېکرټر رسنیو ته ویلي، د ساحلي ساتونکو پر همدې پوسته لومړی راکټي بریدونه او تر هغه وروسته ډزي شوې دي. د ده په خبره، په ياده پوسته کې ۱۴ سرتېري ول.

هلته د بلوڅ ملتپالې بیلتون غوښتونکې ډلې بلوڅ لېبرېشن فرنټ (د بلوڅانو خپلواکۍ جبهه) د دې حملې پړه منلې ده.

د دې ډلې ویاند ګوهرام بلوڅ له نا مالومه ځايه يوه پاکستاني شخصي ټیلویزیون ته ویلي دوی ۲۵ امنیتي سرتېري وژلي او نور یې ژوندي نیولي دي.

دی زیاتوي، دا حمله یې د پاکستاني حکومت هغې پرېکړې پر ضد کړې ده چې په کې ((ګوادر چین ته ورکړل شوی دی.))

په دې وروستیو کې د پاکستان او چین تر منځ د یوه تړون تر مخې ګوادر بندر په بشپړه توګه چین ته ورکړل شو.

تر دې وروسته د بلوڅانو دا لومړۍ حمله وه.

نه یوازې بیلتونپالي بلوڅان بلکې نور بلوڅ ګوندونه او ډلې او ورسره د بلوچستان سیاسي غورځنګونه او ګوندونه د اسلام اباد پر دې پرېکړې نیوکې کوي چې له بیجنګ سره یې د ګوادر بندر په اړه کړې ده.

په بلوچستان کې وخت په وخت بلوڅان پر امنیتي سرتېرو حملې کوي.

هلته د پاکستان پر استخباراتي ادارو لکه آی اېس آی او اېم آی تور دی چې په سلګونه بلوڅ ملتپالان یې تښتولي دي او تر ځورونو وروسته یې وژني. د دې تورونو په نتیجه کې له اوږدې مودې راهیسې په بلوچستان های کورټ او د پاکستان په سپریم کورټ (سترې محکمې) کې د ورکو شویو کسانو معاملې هم روانې دي.

خو د پاکستان حکومت دا تورونه نه مني.
XS
SM
MD
LG