د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاړه چنار په چاودنو کې وژل شویو شمېر له ۵۰ زیات شو


په روغتون کې د یوه ژوبل شوي درملنه روانه ده.
په روغتون کې د یوه ژوبل شوي درملنه روانه ده.

پاړه چنار - د جمعې په ماښام په قبایلي سیمې کورمه کې په شویو دوو چاودنو کې د وژل شویو شمېر له ۵۰ زیات شوی دی.


د سیمې اوسېدونکي وايي، دوه پرله پسې چاودنې د پاړه چنار په پنجابي بازار کې هغه مهال وشول چې خلک د روژه ماتي له پاره د خواړو په اخیستو بوخت ول.

د اوسېدونکو په خبره، لومړۍ چاودنه د مرکزي امام بارګاه مخې ته وشوه او دویمه بیا پر سکول سړک وشوه.

د چاودنو له کبله ۲۵ کسان ځای پر ځای وژل شوي ول او نورو هغو په روغتونونو کې سا ورکړه.

د پاړه چنار روغتون مشر ډاکتر صابر حسین له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت وویل، په ټولو روغتونونو کې بیړنی حالت دی او له حیدريه او چنار په نوم د وینې له زېرمتونونو وینه تر لاسه کوي او د ژوبلو شویو درملنه کوي.

په دې دوو چاودنو ۱۸۳ کسان ژوبل شول چې د روغتیايي چارواکو په خبره په کې د ۲۵ روغتیايي حالت ښه نه وو نو ځکه یې د ټل او پېښور روغتونونو ته واستول.

د کورمې انتظامي چارواکي وايي، په وژل شویو کې زیاتره د بره کورمې اهل تشیع دي.

په دواړو چاودنو کې وژل شویو ته د پاړه چنار په امام بارګاهو کې غسل ورکړل شو او د خالي پر ورځ په خپلو پلرنیو کلیو کې خاورو ته سپارل کېږي.

د حملو پړه د انصار المجاهدین په نوم یوې وسله والې ډلې منلې ده. د ابو نصیر په نوم یو کس چې ځان د دې ډلې ویاند ښيي وايي، لومړی دوی ریموټ کنټرول بمي چاودنه وکړه او بیا د ډلې یوه غړي ځانمرګی برید وکړ.

په سیمه کې د اهل تشیع تنظیم انجمن حسینیه د درو ورځو ویر اعلان کړی دی.

د انجمن حسینیه غړي وزیر علي مشال راډیو ته وویل: ((یوه ورځ به د پاړه چنار بازار بند وي او درې ورځې به ورسره ویر وي. درې ورځې به بازار نه وي بند. ډېره افسوسناکه خبره ده. خلکو واوره [او نور شیان] اخیستل چې دغو ظالمانو دا [حملې] وکړې. ډېر واړه [ماشومان] په کې مړه شول، ځوانان په کې مړه شول، مشران مړه شول. ډېر سخت ظلم وشو.))

علي وویل، حکومت یو ځل بیا اهل تشیع ته د امنیت په ورکولو کې پاتې راغلی دی.

کله مو چې د کورمې له انتظامي دفتر سره اړیکه وکړه نو مشال راډیو ته وویل شول چې د اېجنسۍ انتظامي مشر (پولیټیکل اېجنټ) ریاض مسود (مسید، محسود) خبرې نه شي کولای ځکه چې په یوه غونډه کې مصروف دی.

په کورمه کې په بیا بیا پر اهل تشیع حملې شوې دي. له دې پرته په دې سیمه کې تر اوږدې مودې د شیعه ګانو او سنیانو تر منځ فرقه ییزې نښتې هم شوې دي چې له کبله یې تر درو کالونو له پاړه چناره پېښور ته تلونکې لار تړل شوې وه او د کورمې اوسېدونکي به د افغانستان له لارې پېښور ته تلل.

بیا د سولې د تړون په نتیجه کې لارې خلاصې شوې خو د وسله والو له خوا زیاتره وخت پر اهل تشیع حملې کېږي.
XS
SM
MD
LG