د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا: ښرنه کې ورزشي لوبغالی جوړ شو


د پکتيکا والي وویل، چې دا لوبغالی به د ځوانانو په منځ کې د دوستۍ د روحیې د پیدا کیدو او له یو بل سره د پیژندنې زمینې برابرې کړي.

د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د مخدره توکو پر ضد وزارت له بودجې څخه د اوه سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت د صمیم په نوم یو لوی ورزشي لوبغالی جوړ شو، بل لوري ته د پکتیکا ولایت خلک غوښتنه کوي چې په یاد ولایت کې د ورزشي بهیر د لا پرمختګ لپاره دې بیلابیلو لوبو لپاره نور لوبغالي هم جوړ شي.


پکتیکا ولایت خلک او ځوانان چې په دې وروستیو کالونو کې د ژوندانه په بیلابیلو ډګرونو کې د یو شمیر پرمختګونو شاهدان دي، بالاخره د یاد ولایت د ځوانانو، ورزشکارانو او د سیمه ییزې ادارې د چارواکیو د پرله پسې غوښتنو په پایله کې نوموړی ولایت د یو لوی او نسبتاً پرمختللي ورزشي لوبغالي څښتن شو.

نوموړی سټډیوم چې د خلکو په غوښتنه د صمیم لوبغالي په نوم نومول شوی، د مخدره موادو پر ضد وزارت د ښو کړنو د ستاینې پروګرام له لارې د اوه لکه ډالرو په لګښت د یو کال په موده کې جوړ شوی دی.

د پکتيکا د ځوانانو او مدني بنسټونو په استازیتوب عبيدالله سروضوال په خپلو خبرو کې د صمیم لوبغالي جوړیدل د یاد ولایت په ورزشي ډګر کې یو مهم پرمختګ بولي، خو غوښتنه کوي، چې باید د سیمه ییزې ادرې مسوولین د فوټبال او باسکټبال له لوبو سربیره نورو مروجو لوبو لپاره هم د لوبغالو د جوړولو امکانات پیدا کړي:


((د غه لوبغالی تر یوه بریده د فوټبال او باسکټبال لوبو په برخه کې د ځوانانو اړتیاوې پوره کوي، خو لا هم موږ ډیرو ورزشي اسانتیاوو ته په بیلابیلو برخو کې اړتیا لرو، تر اوسه د کریکټ په برخه کې موږ هیڅ ډول لوبغالی نه لرو، یانې د کریکټ په برخه کې لوبغالي ته ضرورت لرو، د والیبال لوبو لپاره لوبغالي ته اړتیا لرو، همدارنګه وزلوبه زموږ ملي دود دی، دې لپاره هم زموږ ورزشکاران د لوبو ځانګړی میدان نه لري.))


د پکتيکا د قومونو متحدې شورا مشر مولوي معصوم خيروي وايي، نوموړی لوبغالی ځکه پکتیکا والو د صمیم لوبغالي په نوم ونوماوه، چې د افغان حکومت نور چارواکي هم د ښې حکومتوالۍ رامنځته کولو لپاره اخلاص ته وهڅول شي:


((دغه لوبغالی چې د والي صیب محب الله صمیم په نوم نومول کیږي، د دې وجه څه ده، له دې څخه باید موږ او تاسو دا زده کړو، چې کچیرې دې سړي په تيرو دريو کالونو کې دې ولايت لپاره د امنيت، پوهنې، روغتيا، رغاونې، ښې حکومتوالۍ او د فساد په مخنيوي کې کار نه وای کړی، دا خو پریږده چې دا لوبغالی به د ده په نوم نه وای بلکې د خلکو سره به يې ډیرې ستونزې پیدا شوې وې، خو ده پکتیکا والو ته د کار او اخلاص ښه امتحان ورکړ، نو ځکه موږ دی، د دې ویاړ مستحق بولو.))


د پکتیکا والي محب الله صمیم د لوبغالي پرانستنې پر مهال
د پکتیکا والي محب الله صمیم د لوبغالي پرانستنې پر مهال
د صمیم لوبغالي د پرانیستې په مراسمو کې پکتيکا والي وویل، چې دا لوبغالی به د ځوانانو په منځ کې د دوستۍ د روحیې د پیدا کیدو او د یو بل سره د پیژندنې زمینې برابرې کړي.
ښاغلي صمیم وویل، د ده په نوم د لوبغالي نومول دی، دې ته هڅوي، چې تر پخوا زیات پکتیکا والو ته خدمت وکړي:

((ددغه لوبغالي څخه کار اخیستنه باید موږ او تاسو په دې نیت پیل کړو، چې د پکتیکا ځوانان په جسمي لحاظ، په فکري لحاظ، په معنوي لحاظ ډیر پیاوړي وي او په دې ځای کې لوبې وکړي، د لوبو په نتیجه کې او یا د لوبو په جریان کې له یو بل سره مینه او محبت وکړي، له یو بل سره وپیژني او له یو بل سره اشنا شي.انشاالله ستاسو اخلاص او دا چې دا لوی لوبغالی مو زما په نوم کړ، دا به ما دې ته وهڅوي تر څو د ژوندانه په هره برخه کې تاسو ته اسانتیاوې برابرې کړم، بوختیاوو لپاره فرصتونه درته پیدا کړم، بودجې درته پیدا کړم او ستاسو د اړتیاوو او غوښتنو سره سم انشاالله خدمت درته وکړم.))


د یادونې وړ ده په پکتیکا کې د دې مجهز او مډرن لوبغالي جوړیدل په دې لحاظ د ارزښت وړ دی، چې تر دې پخوا په یاد ولایت کې د لوبو لپاره داسې لوبغالي شتون نه لاره، کتونکي په دې باور دي چې د نوي لوبغالي پرانیسته به ورزش ته د ځوانو د لا هڅونې یوه ښه وسیله وګرځي.
XS
SM
MD
LG