د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جعلي توپکو او تمانچو ضد کمپین


تېر کال د یوې اندازې له مخې د اختر ورځو شپو کې د ۲ کروړه روپو نقلي تمانچې او ټوپکونه ماشومانو اخیستل شوي دي.

غیر سرکاري ادارې رڼا ډیولېپمنټ ټرسټ د کراچۍ ښار په یو شمیر کچه ابادیو کې د نقلي تمانچو او ټوپکو پر ضد کمپین شورو کړی دی.


د جعلي وسلو ضد مبارز ارشد خان
د جعلي وسلو ضد مبارز ارشد خان
د یادې ادارې مشر محمد ارشد خان مشال ریډیو ته ویلي دي د اختر تر راتلو مخکې د ښار په یو شمیر سیمو کې ماشومان نقلي تمانچي او ټوپکې اخلي او د دې استعمال د ماشومانو په ذهن بد اغیز پرېباسي او دوی د جرمونو او ترهګري په لور مایېلوي.

((د اختر په ورځو کې زیاتره ماشومان د پلاسټک نه جوړې تمانچې او ټوپکې اخلي ، داسې وګڼه چې دا حقیقت ته نزدې وسله ده ،صرف دا د پلاسټک جوړه ده او هغه د اوسپنې جوړه وي. ماشومان چې کله دا پلاسټیکي تمانچې چلول زده کړي نو دوي بیا اصلي وسله په اسانه چلولی شي . دا یو د ماشوم په ذهن بد اثر کوي او بل دا ماشوم له کتاب څخه لېرې کوي، مونږ دا کمپین ددې لپاره چلوو چې ددې خطرې په لور خلک متوجه کړو))

د جعلي وسلو ضد کمپین دفتر
د جعلي وسلو ضد کمپین دفتر
د ارشد خان په خبره د نقلي تمانچو کاروبار د کراچۍ ښار په کچه ابادیو کې ډېر کیږي او تېر کال د یوې اندازې له مخې د اختر ورځو شپو کې د ۲ کروړه روپو نقلي تمانچې او ټوپکونه ماشومانو اخیستل شوي دي.

د رڼا ډیولپمنټ ټرسټ رضاکار وایي دوی د کراچۍ ښار په لانډي ،سایټ، اورنګي او کیماړي ټاونونو کې د جوماتونو او سکولونو مخې ته، په حجرو، بس سټافونو او په نورو ولسي ځایونو کې په زرګونو بېنرې او پمفلټونه لګولي دي. د دې ترڅنګ دوی له خلکو سره د نقلي تمانچو په زیانونو ناستې او بحث مباحثې هم کوي.

د یاد کمپین یو رضا کار جانان بونیری په دې اړه وایي:

((ټوله شپه په مختلفو علاقو کې ګرځیدلي یو او پمفلټونه مو لګولي دي.مونږ په دې حقله د خلکو سره باقاعده بحثونه کوو او خلک په دې ډېر خوشاله دي چې دا مهم چلیږي. موږ د پلاسټیکي تمانچو دوکاندارانو سره هم په اړه خبرې کړي دي ، هغوي هم ددې په بدو اثراتو پوهیدلي دي او وایي چې که خلک ددې تمانچو او ټوپکو له اخیستو لاس واخلي نو دوي به هم دا په خپلو دوکانونو کې نه ساتي))

د محمدامین په نوم یو تن وایي دده بچي په هر اختر کې د نقلي تماچو د اخیستو لپاره د مخکې نه پیسې جمع کوي،خو د جومات مخې ته د لګیدلي بینر د لوستلو روسته اوس د هغه پام دې د نقلي تماچو څخه د ممکنه اوښتونکي زیان په لور راګرځیدلی دی، اوس یې ورسره بچو ژمنه کړې چې په دې اختر کې به د نقلي تمانچو په ځایې د لوبو نور شیان اخلي.

((ددې کمپئن وروسته ما خپل بچي راټول کړل، حالانکې هغوي د اوس نه په اختر کې د تمانچو اخیستو لپاره پیسې جمع کړی وی، ما د هغوي نه درخواست وکړو او هغوي راسره دا ومنله چې په دې پیسو به په اختر کې د پلاسټیکي تمانچو پرځایې د ریموټ والا ګاړي او یا نور د لوبو شیان اخلي. زه نورو خلکو ته هم خواست کوم چې ددې پلاسټیکي تمانچو په مضر اثراتو ځان خبر کړي او ددې له اخیستو بایکاټ وکړي ، که موږ دا خپلو بچو ته نه اخلو نو څوک یې پر مونږ په زور نشي خرڅولی))

د رڼا ډوپلمنټ ټرسټ د مشر محمد ارشد خان وایي هغه باوري دی چې د خلکو په مرسته په ټولنه کې په ښکاره ددې وړې خو په حقیقت کې د سترې خطرناکې ستونزې مخه ونیسي.
XS
SM
MD
LG