د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني: جومات کې چاودنې پنځه طالبان ووژل


د غزني یو جومات کې افغان سرباز لمونځ کوي
د غزني یو جومات کې افغان سرباز لمونځ کوي

د اندړو ولسوال قاسم خان دېسيوال وايي، په وژلو شويو کسانو کې درې تنه بهرنيانيان او دوه يې افغانان دي.


د غزني سيمه ييز چارواکي وايي، د دغه ولايت په اندړو ولسوالۍ کې يو ځل بيا په يوه جومات کې چاودنه شوې ده، چې له امله يې پنځه تنه طالبان وژل شوي دی، دوی وايي، طالبانو په جومات کې ماينونه جوړول چې خپل ماين پرې ور چاودېدلی دی.


چاودنه پرون ناوخته د اندړو ولسوالۍ په جوی چار کلي کې په يوه جومات کې شوې ده.
چارواکي وايي، څو تنه طالب وسله وال په جومات کې د ماينونو په جوړولو اخته وو، چې په دغه وخت کې يو ماين چاودېدلی او پنځه تنه وسله وال يې وژلي دي.

د اندړو ولسوال قاسم خان دېسيوال وايي، په وژلو شويو کسانو کې درې تنه بهرنيانيان او دوه يې افغانان دي.

دی وايي، د چاودنې له امله جومات او ورڅېرمه کورونو ته هم زيان رسېدلی دی. خو وايي، عامو وګړو ته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

"طالبانو د جوی چهار په کلي کې په يوه جومات کې ماينونه جوړول چې په دغه وخت کې چاودنه شوې ده، په دغه پېښه کې د بهرنيانيو جنګيالايانو په ګډون پنځه طالبان وژل شوي دي. د چاودنې له امله جومات او کورونو ته زيان رسيدلي دی."
طالبان د پېښې په اړه ناخبري ښيي.

په تېره څه موده کې د اندړو ولسوالۍ په جوماتونو کې دا درېيمه چاودنه ده چې کېږي.
څو اوونۍ وړاندې د دغې ولسوالۍ په علي جان کې په يو جومات کې غبرګو چاودنو شلو تنو لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

تر هغه وروسته د شيلګر په لغړو کلي کې يو جومات په بمونو الوځول شوی وو، چې پکې دوه سپين ږيري ټپيان شوي وو او خلکو يې په غبرګون کې د طالبانو پر ضد مظاهرې وکړې.

وسله والو په زابل کې دوولس پوليس تښتوولي

د زابل سيمه ييز چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په شاه جوی ولسوالۍ کې وسله والو دوولس تنه سيمه‌ييز پوليس تر مسمومولو وروسته تښتولي دي.

د زابل امنيه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېونی وايي، د دغې ولسوالۍ د کلا په سيمه کې يې د سيمه‌ييزو پوليسو يوه نوې پوسته جوړه کړې وه، چې پوليس ورڅخه د پنجشنبې په شپه تښتول شوي دي.

دی وايي، داسې شک کېږي، چې د پوستې دوو يا دريو پوليسو به له طالبانو سره لار يوه کړې وي او پاتې ملګري يې تر مسمومولو وروسته هغوی ته سپارلي دي.

د روغ لېوني په خبره، په سيمه کې يې پلټنې پيل کړې، چې خو تر اوسه څوک په لاس نه دي ورغلي.

"په دغه سيمه کې موږ يوه نوې پوسته جوړ کړې وه، د هغې دوه درې پوليس لکه چې له طالبانو سره جوړ وو، بس د شپې يې خپل ملګري مسموم کړي او بيا يې له طالبانو سره وړي دي. دغه پوليس دوولس تنه وو، چې پنځو يې وسلې درلودلې او نورو ته مو لا نه وې ورکړې. "‎

دی زياتوي چې په دې سربېره، سرتېرو په سيمه کې د طالبانو پر ضد عمليات کړي دي، چې پکې د لطف الله په نامه د طالبانو يو سيمه ييز قومندان او د هغه دوه ملګري وژل شوي دي.

دی وايي، د وژلو شويو کسانو وسلې او موټر سايکلونه سرتېرو ته ور پاتې دي.

تر اوسه پورې لا طالبانو د يوې پېښې په اړه هم څه نه دي ويلي.
XS
SM
MD
LG