د لاسرسي ځای

تازه خبر

سکر: د ای اېس ای پر دفتر برید څه باندې ۵۰ مړه ژوبل


سکر: د ای اېس ای دفتر
سکر: د ای اېس ای دفتر

د سکر مرستیال ایس پي مسعود بنګش وايي نژدې پنځه تنه برید ګر تر حملې وروسته خپل هدف ته د رسیدو نه وړاندې د امنیتي ځواکونو په جوابي ډزو وژل شوي دي.

کراچۍ: د پاکستان سند صوبې په سکر ښار کې بیګا ماښام د استخباراتي ادارې ای ایس ای پر دفتر ځانمرګي ډله ایز برید لږ تر لږه ۷ کسان وژلي او نور ۴۵ ژوبل دي.


پولیس چارواکي وايي پېښه د چارشنبې پر ورځ د روژه ماتې مهال د سکر ښار په بېراج کالونۍ سیمه کې هغه وخت مخې ته راغله کله چې وسله والو په سیمه کې موجود د پوځي استخباراتي ادارې ای ایس ای پر دفتر حمله وکړه . چارواکي وایي وسله والو لومړی د بارودو ډک ګاړی وچولو او بیا د ای ایس اب دفتر ته ننوتل او هلته یې لاسي بمونه وغورځول.

د سند صوبې د اطلاعاتو وزیر شرجیل انعام میمن په دې اړه تېره شپه رسنیو ته وویل:
(( ترهګرو د استخباراتي ادارې دفتر په نښه کړی دی ،د پېښې په ځای کې د کمیشنر ،ډي ای جي،قاضیانو او نورو حکومتي چارواکو دفترونه او استوګنځایونه هم شتون لري))

سکر: د ای اېس ای دفتر
سکر: د ای اېس ای دفتر
د سکر د ښار مرستیال ایس پي مسعود بنګش په ټلیفوني خبرو کې بیګا شپه مشال ریډیو ته وویل، داسې ښکاري چې ترهګرو د خپلې منصوبې سره سم د حملې لپاره د روژه ماتې وخت ټاکلی و.

د هغه په خبره د حمله کونکو شمیر د ۴ او ۵ ترمنځ و،کوم چې د حملې روسته خپل هدف ته د رسیدو نه وړاندې د امنیتي ځواکونو په جوابي ډزو وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه د حملې له کبله د پوځي استخباراتي ادارې ای ایس ای دوه سرتیري هم وژل شوي دي.

((۴ یا ۵ کسان و، دوي بلډنګ ته انټر[ننوتلي] دي. دننه بیا ډزې شوي دي.دننه بیا دوي ځانمرګي چاودنه شوې ده.پولیسو هم په دوي جوابي ډزې کړي دي ، ۴ دهشګرد او د ای ایس ای دوه کسان پکې مړه دي.مونږ ښه امنیتي ګامونه پورته کړي و، خو دا ځانمرګی حمله وه . ددې سره څه کیدلی شي ))
د ژغورنې ادارې وای په حمله کې ۴۵ کسان ژوبل شوي هم دي ،کوم چې د سکر سول روغتون ته رسول شوي دي.

د هسپتال چارواکي وای د ژوبل زیاتره کسانو روغتیای حالت د خطرې څخه بهر دی .
عیني ګواهان وای وسله والو لمړي زوره وره چاودنه وکړه او بیا روسته نورې وړې چاودنې هم وشوې، په دې دوران کې د حمله کونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ هم تر ډېره وخته پورې پر یو بل د ډزو سلسله روانه وه . په حمله کې ژوبل شوی یو عینی شاهد د سترګو لیدلی حال ځای رسنیو ته څه داسې بیانوي.

(( زه په دغه ځایې کې د ماښام په مانځه ولاړ وم،په دغې وخت چاودنه وشوه او د چادونۍ سمدست روسته د جومات چت په مونږ راوغورځیدو او شیشي زما په وجود ولګیدې . د چاودنې روستو هم ډزې اوریدل کیدې))

د مرستیال پولیس افسر مسعود بنګش په وینا پولیسو د پېښې لمړني تحقیقات یې مکمل کړي دي او ورته مالومه شوې ده چې په حمله کې تر ۳۵ کیلو ګرامه پورې چاودونکي توکي چې په یو ګاړي بار و کارول شوي دي.

د هغه په وینا دا په سکر ښار کې د خپل نوعیت لمړنۍ پېښه ده ، د حملې په اړه وار د مخه دوي ته مالومات و او دوي په دې موخه سخت امنیتي ګامونه پورته کړي و،او همدا وجه ده چې حمله کونکي حمله هدف ته په رسیدو کې پاتی راغلي دي.

یاده دې وي له دې وړاندې هم د پاکستان په بیلا بیلو برخو کې د پاکستان په پوځي او استخباراتي مرکزونو د وسله والو لخوا ورته حملې شوي دي.

ددې نه مخکې د پاکستان د وسله والو ځواکونو په مرکزي دفتر جي ایچ کیو، کامره ائیر بېس ، په کراچۍ کې د سمندري ځواکونو مرکز مهران بېس او نورو ځایونو باندې د وسله والو له خوا د همدې نوعیت ډله ایز بریدونه شوي دي ، چې مرګ ژوبله یې اړولې ده.
تراوسه ددې حملې پړه کومې ډلې نه ده منلې.
XS
SM
MD
LG