د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنرالانو پر ځای ججان برلاسي کېږي


د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي چودري محمد افتخار او د پوځ مشر پروېز کیاني
د پاکستان د سترې محکمې مشر قاضي چودري محمد افتخار او د پوځ مشر پروېز کیاني

ليکنه کاږي، د مشرف پر ضد مقدمه راوړل او په ترڅ کې يې هغه سزا کول، هغه څه دي چې د پاکستاني پوځ جرنيلان به ناارامه کړي.


له متحده عربي اماراتو نه خپرېدونکې ورځپاڼې (دي نيشنل) په يوه ليکنه کې د پاکستان د وزيراعظم نواز شريف هغه خبره، چې د تېرې جون په مياشت کې يې کړې وه، راخيستې چې ويلي يې ول، د پاکستان د پخواني پوځي واکمن جرنيل پرويز مشرف پر ضد به له ملک سره د غدارۍ او آيين ماتولو مقدمه راوړي.


مشرف، چې له تېرې اپريل مياشتې راهيسې د اسلام اباد په خپل کور کې قيد دی، که چيرې د پاکستان په عدالت کې پرې دغه جرمونه ثابت شي، د ليکنې تر مخې ښايي د مرګ سزا ورته ورکړل شي او يا هم ټول عمري بندي شي.

ليکنه زياتوي، دا اول ځل دی چې په پاکستان کې د پوځ د يوه پخواني دېکتاتور پر ضد مقدمه چليږي. د پاکستان طاقتور پوځ له تېرو شيږو لسيزو راهيسې د دې هېواد ولسي حکومتونه پرځولي دي او هغه قاضيان، چې د جرنيلانو غيرقانوني غوښتنې يې نه دي منلي، کورونو ته لېږلي دي.

ليکنه کاږي، د مشرف پر ضد مقدمه راوړل او په ترڅ کې يې هغه سزا کول، هغه څه دي چې د پاکستاني پوځ جرنيلان به ناارامه کړي.

د ليکنې له مخې، هغه ګنګوسې چې ګوندې مشرف ته به له هېواده د باندې وتلو يوه خوندي لار ورکړل شي، د نوموړي پر ضد د مقدمې له پيلېدو وروسته تر ډېره يو خوا ته شوې دي.

په ليکنه کې ويل شوي، په پاکستان کې دا مهال قاضيان له پوځي جرنيلانو زيات طاقتور دي. تېر کال د پاکستان سپريم کورټ د دې هېواد منتخب وزير اعظم عدالت ته د سپکاوي په تور له دندې لرې کړ.

په ليکنه کې وړاندې ويل شوي، د مشرف پر ضد د مقدمې چلېدل ښايي د پاکستان د پوځ او عدليې تر مينځ يوه ټکر رامينځ ته کړي.

په ليکنه کې دا هم ويل شوي چې د دې مقدمې راوړلو په ترځ کې ښايي حکومت د پاکستاني ولس پام د هېواد له اصلي ستونزو واړول وغواړي، خو زياتوي چې کېدلای شي د مقدمې پايلې په راتلونکي کې د پاکستان د پوځ او عدليې د رول مشخص کولو له پاره مهمې ثابتې شي.
XS
SM
MD
LG