د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د ولسوال پر کور برید، شپږ وژل شوي


د خوست یوه سیمه
د خوست یوه سیمه

خوست - د یکشنبې پر سهار د خوست ولایت د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ د للمۍ په سیمه کې د سپیرې د ولسوال پنځه ساتونکي او ورور يې چې د دومنده ولسوالۍ ښاروال وو، ووژل شول.


د اسماعیل خیلو او مندوزیو ولسوال محمد یونس ځدراڼ مشال راډیو ته وویل، چې نن سهار یو شمیر وسلوالو د سپیرې ولسوال محمد عظیم په کور برید کړی، چې په ترڅ کې د ولسوال پنځه ساتونکي او ورور یې چې د حکومت مامور وو، وژل شوي دي، خو په خپله ولسوال ته کوم زیان نه دی رسیدلی.

د ده په خبره وسلوال له سیمې څخه په تیښته بریالي شوي دي.

د خوست ولایت مقام د عامه اړیکو مسوول بریالي روان هم مشال راډیو سره په خپلو خبرو کې د یادې پیښې تائید کوي او وايي، چې په پیښه کې د دومنده ولسوالۍ ښاروال هم وژل شوی دی:

((د اسماعیل خیلو او مندوزیو ولسوالۍ د للمیو په سیمه کې چې هلته د ولسوال صیب کور وو، د سولې او امن دښمنانو له خوا د نوموړي په کور باندې برید ترسره شو، د برید په پایله کې د ده پنځه ساتونکي وژل شوي دي او د دې تر څنګ د دومنده ولسوالۍ ښاروال صیب چې د ولسوال صیب ورور وو، هغه هم وژل شوی دی، ولسوال صیب ته په دې پیښه کې کوم زیان نه دی رسیدلی، موږ دا پيښه په سختو ټکو سره غندو.))

طالب ویاند ذیبح الله مجا هد رسنیو ته په استول شوي تلیفوني پیغام کې د یادې پيښې مسوولیت منلی او ویلي، يې دي چې له وژل شویو پولیسو څخه يې وسلې هم له ځانه سره وړي دي.

د یادونې وړ ده په تیرو دوو اونیو کې په خوست ښار کې هم په هدفي بریدونو کې د تیتا خان په نوم یو تن ډاکټر او تیره ورځ د قاسم حیدري په نوم یو تن قومي مشر ووژل شول، چې برید کوونکي يې د امنیتي کسانو له خوا نه دي، نیول شوي.
XS
SM
MD
LG