د لاسرسي ځای

تازه خبر

په غزني کې طالبان په رڼا ورځ خپلې پوستې سمبالوي


په غزني کې وخت په وخت چاودنې کېږي
په غزني کې وخت په وخت چاودنې کېږي
سرچینه: اکانومسټ

د اکانومسټ مجلې په ليکنه کې د افغانستان د غزنې ولايت يادونه شوې ده او په کې راغلي، هلته ناټو ځواکونه تر ډېره د طالبانو پر ضد جګړه کې برخه نه اخلي او د سيمې د امنيت ذمه واري يې افغان پوځ او پوليسو ته په غاړه کړې ده.


د ليکنې تر مخې، دا چې افغان ځواکونه د امريکا او متحدانو، له مرستو پرته د افغانستان امنيت څنګ کنټرولوي، هغه څه دي چې تر ۲۰۱۴ز کال وروسته د دې هېواد برخليک ټاکي.

مجله کاږي، د غزني امنيتي حالت لا هم د تسلۍ وړ نه دی. طالبان له دغه ولايته تېرېدونکې د کابل – کندهار پر لويه لاره د ګاډو پر کاروانونو حملې کوي؛ ان دا چې په رڼا ورځ پر خپلې پوستې سمبالوي.

طالبان په پاکستان کې خپلو پټنځايونو ته تګ راتګ کوي او له هغه ځايه ورته وسلې هم ورکول کېږي. د افغان حکومت عملداري د ولايت له مرکزه د باندې په زياتره سيمو کې کمزورې ده، چې په کې، د مجلې له وينا سره سم، طالبان په خلکو حکومت کوي.

د مجلې په ليکنه کې وړاندې راغلي، د روان زېږیز کال له پيل راهيسې، چې ناټو ځواکونو په غزني کې د طالبانو پر ضد له جګړې لاس اخيستي دي، په دغه ولايت کې د تاوتريخوالي پېښو کچه ټيټه شوې ده.

په هم دې حال کې، په غزني ولايت کې ځای پر ځای شويو افغان امنيتي ځواکونو ته د تېر کال پرتله زيات زیان اوښتی دی، چې د مجلې په وينا، د دوی د پراخ شوي امنيتي رول ښکارندويي کوي.

په ليکنه کې ويل شوي، د افغان ځواکونو د تېر نيم کال کارکردګۍ ته په کتنې، امريکا ټينګار کوي چې افغانان تيار دي د خپل هیواد امنيت په خپله وساتي.

خو په لیکنه کې راغلي چې افغان ځواکونه لا هم په يو شمېر برخو کې مرستو ته اړتيا لري چې وکولای شي د وسله والو مخالفانو پر وړاندې جګړه په اغېزناکه توګه پر مخ يوسي.

مجله د افغان امنيتي ځواکونو په ليکو کې توکمپالي یا نسلي سوچ او عمل ته هم اشاره کوي او وايي، د غزني ولايت په پوليسو کې د هزاره قوم وګړو ته ځای نه ورکول کېږي. حال دا چې هزاره ګان د ياد ولايت د نفوسو تقريباً نيمايي برخه جوړوي.

د پوليسو په ځانګړو قطعو کې بيا پښتنو ته نمايندګي نه ده ورکړل شوې، چې د ابادۍ له پلوه په ولايت کې تر ټولو ډېر دي.

په ليکنه کې راغلي، د غزني زياتره خلک د يوه ښه ژوند غوښتونکي دي. تېر کال د اندړو ولسوالۍ خلکو د طالبانو پر ضد، د دې له پاره چې د دوی ماشومان يې زده کړو ته نه پرېښودل، پاڅون وکړ او له خپلو کليو يې وشړل.

ليکنه زياتوي، طالب وسله والو لا هم د افغان او بهرنيو ځواکونو پر وړاندې خپل مزاحمت ته دوام ورکړی دی او هيڅ امکان نه ليدل کېږي چې په افغانستان کې روان ياغيتوب، پرته له کومې سياسي حل لارې پای ته ورسي.
XS
SM
MD
LG