د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوازې دولت نه، ټولنه هم د شیعه ګانو وژلو ذمه واره ده


سرچینه: ډان ورځپاڼه


په نړیواله کچه د مذهبي ازادۍ په اړه د امریکايي کمېشن له خوا په خپور شوي یوه رپورټ کې راغلي دي، په تېرو ۱۸ میاشتو کې په پاکستان کې د فرقه ییز تشدد په پیښو کې ۷۰۰ کسان وژل شوي دي.


په وژل شوو کسانو کې ۶۳۵ کسان له شیعه مسلک سره تړاو لري.

ورځپاڼه لیکي، زموږ له پوځي جرنېلانو تر سیاسي، مذهبي او روحاني مشرانو پورې ټول نه خو ددې پېښو غندنه کوي او نه د دې وژنو د مخ نیوي له پاره څه پلان لري.

خو قصور یوازې د ریاست نه دی. هغه ټولنه چې د وسله وال وجود لري او ترهګري کوي، برابره قصور واره ده.

ولس په خاموشۍ سره له نفرته ډکه نظریه قبوله کړې او په ټولنه کې د داسې بینرونو، او پوسټرو کمی نشته چې په وسیله یې پر بېلا بېلو فرقو او اقلیتونو بریدونه کېږي.

ورځپاڼه ډان پوښتنه کوي، د وینې تږو وسله والو ټولیو پر ضد بغیر د یو څو آوازونو کله موږ د تشدد ځپلو خلکو د حقونو او امنیت خوندي کولو له پاره یو مستقل کیمپېن لیدلی دی؟

دا هم د ټولنې دغه خاموشي ده، چې له وجې یې ریاست بې غوره دی، سیاسي ګوندونه چوپه خوله دي او وسله والو وژنو له دوام ورکړی.

ترکومه چې د دې لیونتوب پر ضد دا خاموشي په یو زورور آواز نه وي بدله شوې، هم دغه شان به انسانان وژل کېږي.
XS
SM
MD
LG