د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انتخاباتو لپاره نوم لیکنه

د انتخاباتو خپلواک کمیسون د معلوماتو له مخې دا مهال په ټول افغانستان کې د رایې ورکوونکو د نومونود لیکلو لپاره یواځې یو څلویښت مرکزونه دي. په ورته وخت کې د کابل ښار او ولایتونو یو شمیر اوسیدونکي وایي چې؛ د نوم لیکنې په پروسه کې د ښځو ونډه هم کمرنګه ده. کابل چې د څه باندې پنځه میلیونو وګړو ښار دی، راتلونکو انتخاباتو ته د رایې ورکونکو د نومونو د لیکلو یوازې درې مرکزونه په کې فعال دي. ځینې کابل ښاریان شکایت کوي چې؛ دا مرکزونه کم دي او خلک اړ دي چې د نوم لیکنې لپاره له لرو ځایونو دغو څو مرکزونو ته مراجعه وکړي. یو شمیر کسانو چې د کابل ښار د اتمې او شپږمې ناحیو د نوم لیکنې مرکزونو ته ورغلي و آزادي راډيو ته وویل چې؛ اکثره خلک د لارې لیرې والي او اقتصادي ستونزو له امله نشي کولای کارت واخلي.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG