د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا: د وسلوال طالب د کورنۍ ۶ تنه خپل ماین ووژل


د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، چې د قوماندان عبدالله په کور کې د چاودېدونکو توکو څخه جوړ شوی ماين د ده په ماشومانو پسې وچاودید.

د پنجشنبې په ورځ د پکتيکا ولايت د مټاخان ولسوالۍ د فولاد خیلو په سيمه کې د وسلوالو د يوه قوماندان عبدالله په کور کې د ماين چاودنه شوې، چې له امله يې د نوموړي قوماندان د کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي.


د پکتیکا ولایت چارواکي وايي، پيښه پرون د پنجشنبې په سهار هغه مهال رامينځته شوه، چې د قوماندان عبدالله په کور کې د چاودېدونکو توکو څخه جوړ شوی ماين د ده په ماشومانو پسې وچاودید.

نوموړې سرچینه وايي، چې قوماندان عبدالله او ملګرو يې ماین د دې لپاره په کور کې پټ کړی وو، چې د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد يې د لویې لارې په اوږدو کې ځای پر ځای کړي، خو د دوی د اطلاعاتي سرچینو د مالوماتو له مخې ماین د ماشومانو لاسته ورغلی او ماشومانو په کې لاس واهه، چې په دې حالت کې چاودنه رامنځته شوې ده.

د پکتیکا ولایت له مطبوعاتي دفتر څخه مشال راډیو ته په رسیدلې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې پیښه کې پنځه تنه داسې ماشومان، چې عمرونه يې د دریو او اوو کالونو تر منځ وو، وژل شوي، همداشان په دې پیښه کې یوه میرمن هم وژل شوې او دویمه میرمن سخته ټپي شوې ده، چې دا مهال د یاد ولایت په ولایتي روغتون کې تر درملنې لاندې ده.

پکتيکا والي محب الله صمیم له رسنیو سره په خبرو کې د يادې ماين چاودنې له امله چې د يوې میرمنې ترڅنګ يې پنځه ماشومان ووژل سخت خواشینی دی او ویلي يې دي، چې په دې پيښې سره مالومه شوه، چې وسلوال مخالفين حتا پر خپلو اولادونو هم رحم نه کوي.

نوموړي په خپلو خبرو کې ماين د بشریت پټ دښمن ياد کړ او زیاته يې کړه، چې ماينونه او چاودېدونکي توکي خپل او پردی نه پیژني، نو کورنۍ دې خپلو اولادونو ته د ټوپک او ماین پر ځای قلم او کتاب ورکړي او زده کړو په موخه دې ښوونځیو او مدرسو ته ولیږي.
XS
SM
MD
LG