د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر:چاودنې دوه سرتیري ووژل


یاده دې وي چې د خیبر ایجنسۍ په باړه سيمه کې له تیرې اوږدې مودې راهیسې د لشکر اسلام وسلوالې ډلې پرضد پوځی عملیات روان دي

د خیبر یو سرکاري چارواکي خپل نوم نه څرګندولو په شرط مشال ریډیو ته وویل، چې نن(جمعې ورځ) غرمه د باړې په اکاخیلو سيمه کې د ایف سي ځواکونو یو ګاډۍ روان وو چې یوه ریموټ کنټرول بمي چاودنه پرې وشوه چې په نتیجه کې یې د ایف سي ځواک دوه سرتېري ووژل شول او ګاډي ته یې هم زیان واوښت.


دی وايي چې د چاودنې وروستو امنیتی سرتیرو دغه سيمه په خپله ولکه واخیسته او د لټون عملیات یې پیل کړي دي خو تر دې دمه یې د دغې پیښې په تور څوک نه دي نیولي.

یاده دې وي چې د خیبر ایجنسۍ په باړه سيمه کې له تیرې اوږدې مودې راهیسې د لشکر اسلام وسلوالې ډلې پرضد پوځی عملیات روان دي او وخت نا وخت پکې داسې پېښې رامنځ ته کیږي. د امنیتی ځواکونو او وسلوالو ترمنځه پکې د نښتو پر مهال ولسي وګړو ته هم زیانونه اوړي، او باړې په زیاتره برخو کې له تیرو څلورو کالو راهیسې کرفیو ده، ټول بازارونه، تعلیمي ادارې او روغتونونه پکې تړلي پراته دي. په زرګونه خلکو ترې د بد امنۍ او پوځي عملیاتو له امله خپلې کډې هم ویستلي دي چې دا مهال یې ډیری کورنۍ په جلوزو کډوالو کیمپ کې هم ژوند کوي.
XS
SM
MD
LG