د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملالې د جهاني تعليمي کمپین تیږه کښېښوه


ملاله ملګرو ملتونو ته وینا کوي. ۱۲م جولايي ۲۰۱۳م کال
ملاله ملګرو ملتونو ته وینا کوي. ۱۲م جولايي ۲۰۱۳م کال

د ملګرو ملتونو د ځوانانو اسمبلۍ ته په خپله وينا کې ملالې يوسفزۍ پر پېغلو او ځوانانو غږ وکړ چې د خپلو حقونو لپاره راپاڅی.


ملګرو ملتونو د روانې جولايي مياشتې پر ۱۲ مه د ملالې یوسفزۍ ورځ ولمانځله. چې په کې هغې د نړۍ خواشا اتیا هېوادونو ۵۰۰ ځوانانو ته وینا وکړه.


د م.م مشر بان کي مون ملالې یوسفزۍ ته د هغې ۱۶ کالیزې باندې مبارکي وویله.(( راسی تعلیم ته اولیت ورکړو، راشی دا نړۍ نوره پر مخ یو سو. راشی دې ته یو داسې یو شکل ورکړو چې موږ یې غواړو. او زه د ملالې مننه کوم. ملالې ستا دې کالیزه مبارکه وي. او ښاده اوسې))

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:12:39 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د ملګرو ملتونو د جهاني تعلیم لپاره ځانګړي استازي ګورډن براون د ملالې په ستاینه کې وویل:

((موږ یوه تنکۍ ماشومه لرو چې په تاریخ کې به هېچا هم پر دغ عمرداسې یو بې ساری جرات او ننګ نه وي ښودلی دی. او نه مو هم داسې یو کمعمره ماشومامه لېدلې چې د تعلیم د راتلونکې لپاره به دومره زیاته لېوالتیا لري. ملالې ته بلنه ورکوم چې دریځ ته راشي او تاسو ته خپله وینا واوروي. دا ټکي بیا تکراروم دا هغه غږ دی چې طالبانو یې هېڅکله اورېدل نه غوښت. ملالې ۱۶که کالیزه دې مبارک شه))

ملاله يوسفزۍ چې د جينکو تعليمي کمپېن چلولو بر سر پروسږ کال د اکتوبر پر نهمه نېټه وسلوالو طالبانو په سوات کې له سکوله کورو ته په لاره په ډزو ويشتله.

طالبانو ويلي ول، هغوی ځکه ملاله يوسفزۍ په نښه کړه چې د دوی په خبره هغې د جينکو د تعليم لپاره هلې ځلې کولې. خو له هغه بريده نهه مياشتې وروسته ملالې په خپله لومړۍ وينا کې ويلي دي چې هغه د نړۍ د ټولو ماشومانو آن د طالبانو د بچيانو لپاره هم د تعليم حق غواړي.

د ملګرو ملتونو د ځوانانو اسمبلۍ ته په خپله وينا کې ملالې يوسفزۍ پر پېغلو او ځوانانو غږ وکړ چې د خپلو حقونو لپاره راپاڅی.

((موږ چې کله په سوات کې وو نو موږ د قلم او کتاب په ارزښت پوهه شو او د اوښيارانو هغه خبره سمه ثابت شوه چې قلم د تورې نه طاقتور دی.راځۍ چې خپل قلمونه او کتابونه راواخلو ، دا زموږ تر ټولو لويې وسلې دي، يو ماشوم ، يو کتاب او يو قلم نړۍ بدلولې شي ، تعليم تر ټولو يواځنې حل دی))

ملالې د م. م ځوانانو اسمبلۍ ته په خپله وينا کې زیاته کړه، چې پښتانه د خپلو بچو لپاره تعليم غواړي.

خيبر پښتونخوا ملاله چې اوس یوه نړیواله اتله او مبارزه ګرځېدلې، د هغې وینا ته په پښتونخوا، او نورو هېوادونو کې ځوانان څرنګه ګوري. په دی اړه يو څو ځوانان له مشال ريډيو سره په خپلو خبرو کې وویل:

په کوټه کې د جنوبي پښتونخوا فضل الرحمان لايق وايي، د ملګرو ملتونو د ځوانانو اسمبلۍ ته وينا کول د ټولو پښتنو لپاره ډېره د وياړ خبره ده.

دی وايي، بايد چې ټول پښتانه په خپلو لوڼو او خويندو تعليم وکړي چې دارنګ پر نورو د دوی تکيه کمه شي.


د کرمې ايجنسۍ له څمکنو سيمې زيارت خان وايي که څه هم هغوی غواړي چې د دوی د سيمې جينکۍ تعليمي زده کړې ترلاسه کړي خو د ده په خبره له کلونو راهیسې د دوی په سيمه کې د جينکو سکولونه تړلي پراته دي:

د کوټې احد خان چې يو زده کونکی دی د ملګرو ملتونو د ځوانانو اسمبلۍ ته د ملالې يوسفزۍ د وينا په اړه وايي، چې ملاله یو رڼا ده او د جهالت تیارې به له مېنځه ځي.
کټ

په ترکې کې يو بل ځوان فرهان بيا وايي چې ملالې يوسفزۍ دا هرڅه د ځان لپاره نه بلکې د ټولو پښتنو او انسانيت لپاره کوي.

په سوټزر لېنډ کې هشمت کريم ملالې ته د هغې پر مبارزه یو شعر ډالۍ کړ.

تاسې د ځوانانو خبرې واوريدې ، همداراز مشال ريډيو د سوات شپاړس کلنې ملاله يوسفزۍ د تعليمي او تهذيبي مبارزې په اړه له تعليمي کارپو پروفسر خادم حسېن سره خبرې کړي دي.

خادم حسېن وايي ملالې يوسفزۍ د خيبر پښتونخوا او قبايلي سيمو ځوانانو ته د تعليم ارزښت په ډاګه کړو او هغو ته يې د خپل حق لپار ه د اواز پورته کولو جرت ورکړ.


خادم حسین وايي ملالې نه يواځې په پاکستان او افغانستان کې بلکې په ټوله نړۍ کې د تعليمي کمپېن يوه تيږه کېښوده.

خادم حسېن زیاتوي ملالې يوسفزۍ چې کوم تعليمې کمپېن شورو کړی او د فکري بدلون کومه تيږه يې ايښودې ده، که چېرې دا هر څه پرمخ روان وو نو يواځې پښتانه نه بلکې په په ټوله نړۍ کې به يو لوی مثبت بدلون رامخې ته شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG